کیم جونګ اون د جنوبي کوریا ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړې ده

22 سلواغه 1396

 د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پخپله د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائیه ته بلنه ورکړې چې هغه هیواد ته سفر وکړي. د شمالي کوریا د مشر خور کیم یو جونګ د شنبې په ورځ په سیول کې د جمهوري ریاست په ماڼې کې د جنوبي کوریا مشر ته د خپل ورور یو شخصي پیغام ورساوه او ویې ویل چې له هغه سره په شمالي کوریا کې وګوري. د یوې لسیزې په موده کې به دا لومړی ځل وي چې د دواړو هیوادونو مشران له یو بل سره مخامخ ګوري. دغه لیدنه به د مون لپاره یو بری وي چې له خپلو شمالي ګاونډیو سره د سوله یزو اړیکو د ساتلو لپاره هڅه کوي. خو دغه خبر ښايي په واشنګټن ښه اغیزه ونلري. د ټرمپ اداره اندیښنه لري چې شمالي کوریا، د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د درز اچولو هڅه کوي. دا معلومه نه ده چې دغه سفر به کله ترسره شي، خو د ترسره کېدو په اړه یې جنوبي کوریا مثبتې نښې نښانې څرګندې کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.