په سویډن کې په ترورېستي حملې تورن ازبک پناه غوښتونکی محاکمه کېږي

22 سلواغه 1396

په سویډن کې په ترورېستي حملې د تورن ازبک پناه غوښتونکي محاکمه د سې شنبې په ورځ په پام کې ده.

۳۹ کلن رحمت اکیلوف د ستاکهلم د ۲۰۱۷ کال د اپریل د میاشتې د هغې خونړۍ ترورېستي حملې په تور محاکمه کېږي چې د موټر په وسیله یې یوشمېر لارویان لاندې کړل.

په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي وو.

د اکیلوف محاکمه به تر مې میاشتې پورې دوام وکړي او تمه ده چې محکمه به خپله وروستۍ پرېکړه په جون کې اعلان کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.