د سعودي د عالمانو شورا غړی: اړتیا نشته چې د سعودي مېرمنې لوی حجاب واغوندي

24 سلواغه 1396

 په سعودي کې د وروستیو او ګړندیو بدلونونو په لړ کې دا ځل د سعودي د عالمانو شورا یوه غړي اعلان کړی، چې د مېرمنو لپاره لوی حجابونه ضروري نه دي. دا لومړی ځل دی، چې د سعودي د عالمانو شورا یو غړی دغه ډول څرګندونې کوي. په سعودي کې حجاب دوه کاله مخکې دومره اړین و، چې په نه اغوستلو سره یې ان ښځې زندان ته هم لېږل شوې دي. تازه د سعودي عربستان د عالمانو د شوار یوه غړي په یوه راډیویي خپرونه کې ویلي، چې لوی حجاب د مېرمنو لپاره اړین او جبري نه بلل کېږي. شيخ عبدالله المطلق ویلي د نړۍ ۹۰ سلنه پرهېزګاره مېرمنې دغه ډول حجابونه نه اغوندي اوان پېژني یې هم نه. ده ویلي، چې موږ هم باید د دې ډول حجابونو د اغوستلو لپاره خپلې ښځې مجبورې نه کړو. د سعودي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.