ټرمپ: د فلسطین د مسلې د دایمي حل وخت را رسېدلی دی

24 سلواغه 1396

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین د مسلې په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي. ټرمپ د دې ټلېفوني خبرو پر مهال ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ سوله وشي او دې مسلې ته د پای ټکی کېښودل شي. له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د شمالي کوریا د اتومي وسلو لانجمنې مسلې پر سر هم خبرې کړې دي. د روسیې ولسمشر ویلي، چې دوی هم د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د ستونزې د حل غوښتونکي دي او د فلسطین ملاتړ کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.