د ټرمپ نږور مسمومه شوې ده

24 سلواغه 1396

 د ټرمپ د مشر زوی مېرمن هغه وخت بې هوښه او روغتون ته ولېږدول شوه، چې کورته ورغلی پاکټ یې خلاص کړ. د رویټرز د راپور له مخې ونسا ټرمپ، چې د ټرمپ د مشر زوی، ټرمپ جونیز مېرمن ده، له دوو نورو کسانو سره یو ځای، چې له نومړې سره د پاکټ خلاصولو پر مهال ولاړ و، له مسموم کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي. د نیویارک پولیس وایي، هغه پاکټ چې د ونسا ټرمپ د کور په پته لېږل شوی دی، په د ننه کې یې یو ډول سپین پوډر موندل شوی دی. له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا د نیویارک پولیس له دې ډول پاکټونوسره ډېر حساسیت ښکاره کوي، ځکه هغه وخت په دې ډول یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي و. ټرمپ جونیور په ټوېټر پاڼه د خپلې مېرمنې او اولادونو د روغتیایي وضعیت په اړه ډاډ ښودلی ورکړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.