عراقي چارواکي: د داعش ډلې مشر ژوندی دی

24 سلواغه 1396

یو عراقي چارواکی وایي چې د اسلامي دولت ډلې مشرابوبکر البغدادي تر اوسه ژوندی دی او نوموړی وروسته له هغې چې په هوایي برید کې ټپي شوی و، په سوریه کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

د عراق دولتي ورځپاڼې الصباح د دوشنبې په ورځ د عراق د استخباراتو د مشر ابوعلي البصري له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، موږ د دغې ترهګرې ډلې په دننه کې د سرچینو په اساس کره شواهد او اسناد لرو چې البغدادي تراوسه ژوندی دی او د سوریې په شمال ختیځ جزیره سیمه کې پټ دی.

د اسلامي دولت ډله سره له دې چې په وروستیو کې ډېره ځپل شوې د د سوریې په الحسکه کې تراوسه د پام وړحضور لري.

د عراق د استخباتو مشر ویلي چې البغدادي د شکرې پر ناروغۍ سربېره ټپي دی، پښتورګي او د پښو هډوکي ېې مات شوي چې له مرستې پرته په لاره نشي تللی.

هغه وویل، البغدادي په عراق کې د داعش پر پیاوړو مرکزونو د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې ټپي شوی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.