ولسمشر غني: د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې باید لا پراخې شي

24 سلواغه 1396

 ولسمشر اشرف غني د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. له ارګ په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، پرون ماښام د قزاقستان له لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان له لوی درستیز پاول ارګشیف سره وکتل. سرچينه کاږي، په پیل کې د یادو هېوادونو لوی درستیزانو د خپلو هېوادونو د رهبرۍ او خلکو نېکې هیلې ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې. سرچينه زياتوي، درېواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سیمه ییزو، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. د قزاقستان او ازبکستان لوی درستیزانو وویل، چې افغانستان په سختو جنګي شرایطو کې دی او یوې مدبرانه رهبرۍ ته اړتیا لري. هغوی وویل، د دوى هیله دا ده چې افغانستان د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو په ګډو کوښښونو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دایمي سولې او ثبات په تامین کې بریالی شي او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.