چارواکي: د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې هوايي حملو ۴۳طالبان وژلي

24 سلواغه 1396

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د کندهار په نېش ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۴۳ وسله وال طالبان وژلي او شل نور يې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سکرټر غورځنګ افریدي ازادی راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر شمالي ولسوالۍ نېش د څلورو خواو حمله وکړه.

د غورځنګ په وینا د وسله والو د برید سره هم مهاله هوايي کمکي ځواک سیمې ته رسېدل او د بمبار په پایله کې ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

افریدي زیاتوي چې په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یو شمېر موټرونه موټر سایکلونه تخریب شوي او دغه راز وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ د څلورو خوا څخه حمله وکړه چې هوايي ځواک سیمې ته ورسېدی او بمبار يې وکړ ۴۳ وسله وال ووژل شول او زیات شمېر نور ټپیان شول."

چارواکي وايي چې په دغه برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي رسېدلي، خو وسله وال طالبان وايي چې په دغه برید کې يې د امنیتي ځواکونو دوې پوستې نیولي او شااوخوا شل پولیس يې وژلي دي.

په عین وخت کې وسله والو طالبانو د کندهار په تخته پول ولسوالۍ کې ۱۱ملکي وکړي له دولت سره د همکارۍ په تور یرغمل کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ وسله وال طالبان د واده مراسیمو ته ورغلي او ۱۱ ملکي کسان يې د حکومت سره د همکارۍ په تور بېولي دي.

یوې امنیتي سرچنې ازادي راډیو ته دغه پېښه تائید کړې او ویلي يې دي چې د دغه کسانو د راخوشي کېدو لپاره يې هڅې پیل کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.