د سولې او علماوو شورا ګډ پلاوی اندونیزیا ته تللی دی

24 سلواغه 1396

 د افغانستان د سولې او د علماوو شورا یو ګډ پلاوى د افغان سولې د خبرو په اړه اندونيزيا ته رسېدلى دى. سرچينې زياته کړې چې افغان ګډ پلاوى به د اندونيزيا له دولتي چارواکو او له علماوو سره د سولې پروسې په اړه خبرې اترې وکړي. د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت سرچينې ويلي، په دې سفر کې به د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو د ګډ کنفرانس په اړه سلا مشورې کېږي. اندونيزيا ته په تللي پلاوي کې د سولې د شورا مرستيال مولوي عبدالخبير اوچقون، د علماوو شورا غړى مولوي عطاالله لودين، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس ډاکټر اکرم خپلواک او د دارالانشاء بل غړى ډاکټر زيرک يوسفي هم له پلاوي سره تللي دي. د يادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې کابل ته د اندونيزيا د ولسمشر د سفر پر مهال د درېيو هېوادونو د علماوو د ګډ کنفرانس په اړه خبرې شوې وې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.