پاکستان: افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړو

24 سلواغه 1396

 د پاکستان د ولسي جرګې مشر سردار اياز صدیق وايي افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او سوله ییز افغانستان زموږ او ټولې سیمې په ګټه دی. هغه وویل پاکستان غواړي د متحده ایالاتو او همداراز له ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیز درناوي او مساوات پر بنسټ ښې اړیکې ولري. ایاز دا خبرې د پاکستان لپاره د آلمان له سفیر او د یاد هېواد د امنیتي پالیسۍ د فدرالي اکاډمۍ له لوړپوړو چارواکو سره د کتنې پر مهال کړې دي. نوموړي دغه راز د پاکستان او آلمان تر منځ د پیاوړو او اوږدمهالو پارلماني او اقتصادي اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا هم ټینګار کړی دی. ایاز ټینګار وکړ چې پاکستان د سیمې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې دوامداره هڅو کې مرستو ته چمتو دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.