مټېس: سوریه کې د روسي قرارداي سرتېرو د وژنې په اړه خبر نه لري

25 سلواغه 1396

د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټېس وايي، په سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د څو روسي قراردادي سرتېرو د وژل کېدو په اړه یې څه خبر نه دی ترلاسه کړی.

مټېس وویل، د دې وژنو په اړه یې د رسنیو خبرونه لیدلي دي.

هغه وویل:

"په رسنیو کې په دې اړه ځیني رپوټونه شته، خو ما داسې خبر نه دی ترلاسه کړی چې روسي پوځیان، یا غیر روسي او یا د روسیې قرارداي پوځیان دې په وژل شویو کې شامل وي، د دفاع وزارت مرکزي قوماندانۍ ته داسې څه خبر نه دی راغلی."

د امریکا دفاع وزارت ویلي، تېره اوونۍ یې په دیرالزور کې د سوریې په حکومتي ځواکونو له هغه وروسته هوايي برید کړی چې د امریکا او د سوریې د رژیم مخالفو پوځیانو پر یوې اډې شااوخوا پنځه سوه بریدګرو حمله وکړه.

پنټاګون ویلي چې سل حمله کوونکي یې وژلي دي.

مټېس وویل، د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیټري پيسکوف هم د روسي سرتېرو د وژل کېدو خبره رد کړې ده.

خو د روسي قراردادي پوځیانو خپلوان، کورنۍ او ملګري وايي چې د فبرورۍ په اوومه لسګونه روسي قراردي پوځیان په دې برید کې وژل شوي دي.

که څه هم مټېس د روسي قراردي پوځیانو له وژنې بې خبري ښيي، خو د «سي. ای. اې» رئیس مایک پومپيو ویلي، کېدای شي د امریکا استخباراتي سرچینې له دې خبرې وي چې په حمله کې د روسيې قراردادي پوځیان شامل وو، ځکه په بېلابېلو برخو کې بهرنیو ځواکونو په هغو جګړو کې کې قراردادي پوځیان کارولي چې هدف یې د امریکا په خوا ورتلل دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.