جاپان له شلو زرو کسانو، یوازې ۲۰ کسانو ته پنا ورکړې ده

25 سلواغه 1396

 په ٢٠١٧ کې نژدې ٢٠٠٠٠ زرو کسانو په جاپان کې پناه غوښتې وه، خو ددې هېواد د چارواکو په وینا یواځې ٢٠ تنو ته پناه ورکړل شوې چې دوه یې افغانان دي. د جاپان حکومت ویلي، په ٢٠١٧ کې په دې هیواد کې د پناه غوښتونکو په شمیر کې ٨٠ سلنه زیاتوالی راغلی او ١٩٦٢٨ کسانو جاپاني چارواکو ته د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي. جاپان بیا له دې ډلې یوازې ۲۰ کسانو ته پنا ورکړې ده. د پنا غوښتونکو څلورمه برخه یې د فلیپین اوسیدونکي او ورپسې ویتنامیان او سریلانکایان دي. د ٢٠ کسانو له ډلې چې تېر کال پناه ورکړل شوې، پنځه تنه یې مصریان، پنځه تنه د سوریې او دوه یې د افغانستان وگړي دي. د جاپان د عدلیې وزارت د اتو نورو منل شویو کډوالو د هویت په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.