د ولسمشر مرستیال ویاند له خپلې دندې استعفا کړې ده

25 سلواغه 1396

 د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله آزاد له خپلې دندې استعفا کړې ده. نوموړي د استعفا اعلان پر خپله فیسبوک پاڼه پر ژوندۍ ویډیو کړی دی. ازاد د استعفا لامل په ارګ کې د یوې ځانګړې کړۍ مخربي هڅې بولي. هغه بې له دې چې د دې کړۍ نوم واخلي زیاتوي، دا کړۍ غواړي د هغو کسانو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي چې یواځینۍ موخه یې ملت او خپلو خلکو ته خدمت دی. دی وایي دا ډله هغه کسان دي چې غواړي د ولسمشر پر مثبتو کړنو او هڅو پرده وغوړوي او هغه ته د نيژدې کسانو پر وړاندې د دسیسو پر جوړولو ځانونه پرښتې معرفي کړي. نجیب الله آزاد له تېرو ۹ میاشتو راهیسي د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وو چې نن یې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.