د پاکستاني پوځ مشر: ترهګرې ډلې د ۲.۷میلیونه افغان کډوالو له موجودیته ګټه اخلي

25 سلواغه 1396

 د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه وایي، د ترهګرو ډلو پاتې شوني په دغه هېواد کې د میشتو ۲،۷ میلیونه افغان کډوالو له موجودیته ګټه اخلي. د پاکستان پوځ په یوه بیان کې د جنرال باجوه له خولې لیکي، د سیمې سوله او امنیت د افغانستان له امنیت سره تړاو لري ځکه افغانستان د سیمې لپاره د سولې لاره ګڼل کیږي. جنرال باجوه زیاته کړې، پاکستان په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو ډلو امن پټځایونه له منځه وړي دي او د ترهګرو پاتې شوني چې د افغان کډوالو له موجودیته او دغه راز د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د منظم مدیریت له نشتوالي څخه د ګټې اخیستلو هڅې کوي، د هغوي پر وړاندې به هم پوځي هلې ځلې د رد الفساد عملیاتو په چوکاټ کې دوام ومومي. هغه ډاډ ورکړ، هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې د پاکستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او پاکستان هم له نورو هېوادونو ورته تمه لري. باجوه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرو د ملاتړ له امله تر سخت فشار لاندې دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.