د سالنګ لويه لاره به تر دو شنبې پورې د شپې له مخې تړلې وي

25 سلواغه 1396

د سالنګ لويه لاره چې پلازمېنه کابل د هېواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي، تر راتلونکې دوشنبې پورې د شپې له خوا د ټولو ترافيکو پر مخ تړل شوې، خو د ورځې پرې يوازې ټېلري موټر د تګ اجازه نه لري.

دغه لويه لاره د هندوکش غره په لوړو برخو کې د ٢.٧ کيلومتره تونل په لرلو سره د پروان او بغلان له ولايتونو تېرېږي، خو د واورې ورېدو، ښويېدو او توپان په سبب د سلواغې له ٢١مې نېټې د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې، د ليندۍ د ٢٣مې نېټې له شپې راهيسې بیا تر پرونه د ټولو وسايطو پر مخ تړلې وه.

د سالنګونو د ساتنې ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لويه لار به تر راتلونکې دوشنبې پورې د مازديګر له پنځو د سهار تر پنځو د ټولو موټرو پر مخ تړلې وي، خو د ورځې له لوري يوازې ټيلري موټر د تګ اجازه نه لري.

د نوموړي په خبره، دغه اقدام ځکه شوى چې تر راتلونکې دوشنبې پورې په سالنګونو کې د واورې ورېدو وړاندوينه شوې او د شپې له لوري د ليد ساحه کمه وي چې د مسافرو لپاره د خطر شونتيا ډېروي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په سالنګونو کې د واورې پنډوالى څه باندې دوو مترو ته رسېدلى دى.

د دې لويې لارې بندېدو پر مهال موټر د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ او د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکان سيمه کې درول کېږي.

د ژمې پر مهال له دې لويې لارې تېرېدل خطرونه له ځان سره لري.

د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې مياشت کې په سوېلي سالنګ کې د واورې ښويېدنې او توپان په سبب شاوخوا ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.