ناټو: سږ کال به افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر۱۶ زرو ته لوړ شي

25 سلواغه 1396

 سږ کال به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر۱۶ زرو ته لوړ شي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، د ناټو ۲۸ متحدینو هېوادونو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر لوړولو ژمنې کړې دي. سټولټنبرګ زیاته کړې، دغه هېوادونه به د ناټو د روزنې ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته کابو درې زره سرتېري واستوي او د دې سرتېرو په را رسېدو سره به افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر ۱۶ زرو ته لوړ شي. د ناټو عمومي منشي دغه راز له افغانستان سره د یاد سازمان پر ژمنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا د افغانستان له امنیت سره د ناټو سازمان واضیح او روښانه ژمنتیا په ډاګه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر میاشت کې ویلي وو، نړیوال ځواکونه به د افغان ځانګړو قطعاتو د روزنې په برخه کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.