د نن ماته د راتلونکي بریا

25 سلواغه 1396

 

لیکوال: الحاج سخي سرور میاخېل
هو د ژمي د باران شپه وه، د شپې تر ناوخته له ملګرو او میلمنو سره په حجره کې ناست وم. د نورو شپو په پرتله په هغه شنه اسمان کې چې ځلیدونکو ستورو به له ورایه سترګکونه وهل، لکه چې هغوی درسره د رازونو په نړۍ کې ژوند کوي،  دا ځل هغه نوراني غوټۍچې د شنه اسمان په بڼ کې پراتې وې، او تبسم یې په درشل کې نن هغه خیالي ګره فضا بل څه مسخره کړې وه.
تیاره وه د رڼا څرک نه تر سترګو کیده،  شنه ګلورین اسمان وریځو پوښلی و، داسې ښکاریده لکه چې د ګلونو پر ښکلي او خیالي ګلبڼ چې خزان چپه اچولې وي، پیکه او سپیزه ښکاریده.
سهار لمانځه مهال چې له خوبه راویښ شوم، د اوداسه لپاره مې تکل وکړ، کله مې چې نظر له دروازې بهر کړ، وطن بل ډول ښکاریده، په ځمکه ونې او بوتي داسې ښکاریدل لکه چې له ورایه د خوښیو اظهار کوي، د ونو په ښاخونو کې د واورې سپین، سپین کنډکونه بند وو، او د ونو ځانګې یې ځمکې ته راټیټې کړې وې، د نښترو او ناجوګانو ونې چې د خزان له سیلۍ بې پروا وي، تر او تازه وي، شین والی یې له لاسه نه وو ورکړی.
د واورې د سپینو کنډکونو سره داسې ښکاریدې لکه چې انځورګر په خپل خیالي انداز سره تخیلي تبلوګانې انځور کړې وې، خیالونو هغو ځایونو ته یووړم، چې هر کال د ډیسمبر په ۲۴ د کریسمیس یا د دوی د مذهبي اخترونو پر مهال یې په کورونو کې دې ته ورته ونې په مصنوعي ډول جوړې کړي وي او په کې یې د برېښنا کروپونو تسلسل داسې مزاین کړی وي، چې د لیدونکو پام ځان ته را اړوي.
همدې خیالونو په خپله غیږه کې راټینګ کړی وم، ناڅاپه مې شاته د کمیس په څنده محصوص کړه چېګاني څوک مې له لمنې راکش کوي، په خورا ماشوم انداز مې د خپل کوچني زوی خبرې تر غوږو شوې.
پلاره!
پلاره!
پلاره! په لوټه کې مې درته ګرمې اوبه راوړي، ژر شه راځه د ننه چې یخ دی، تشناب کې به اودس پرې وکړې.
که څه هم موږ په کور کې  پر تشنابونو کې ګرمې او ساړې اوبه لرو، خو زه عادتا اودس په یخو اوبو خوښوم.
خو دا ځل مې پر ګرمو اوبه لاس او مخ تازه کړل، د لمانځه وروسته په مینه، مینه په دې ښایسته هوا کې دا ځل له کوره په موټر کې نه بلکې پلی را وخوځیدم.
دا مهال له همدې مرطوبې هوا او واورینې نړۍ څخه خوند اخلم، په مزه، مزه تر دفتر راورسیدم، د تلویزیون کارکونکي یو ځای په هغه کوټه کې د لرګیو لپاره ترتیب شوې، بخارۍ ښه ګرمه وه( ناست دی) د احترام په دود له ځایه پورته شول، د نیکمرغه سهار روغبړ مو وکړ، لږ شانتې غلي ناست وو. بیا یو تن مرۍ رڼې کړې او حاکم تسخیر یې مات کړ، له ما یې ويوښتل: رییس صیب!د شپې دې کریکټ لوبه ولیده؟
هو مې ورته وویل،
بیا یو بل  راغبرګه کړه: چندان لوبه  یې ونه کړه، نه یې بالینګ د بالینګ په څیر دی او نه ې بیټ د بیټس مینانو غوندېدی
هسې چټي مینوال خفه کوي.
بیا یو بل وویل: که د نولس کلنو څخه پلانی پلانی ورته راپورته کړي، تر دې خو به ډېر ښه وي.
زه په حیرانتیا سره دا تبصرې اورم، بیا مې له ډېر زغم وروسته په مسکي انداز وویل: وړمه ورځ دې اتلانو څه ډول لوبه وکړه؟ دا کسان چې نن ونه څلیدل، وړمه ورځ څنګه وه، ټولو وویل هغه لوبه خو دومره جالبه وه، چې د هر چا لخوا یې درناوی کیده، نو مې ورته وویل: ګورئ دا لوبه ده، کله چې یو څوک څو ځله مات شي، نو بیا خو د مقابل لوري قوت او خپل ضعف مطالعه کوي، داسې ځان عیاروي چې جریف ته ماته ورکړي، لیکن تاسې خپل اتلان مه سپکوئ، د نن ماته د راتلونکي بری دی.
تشویق یې کړې، تشویق زیاته مرسته کوي.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.