د يوه واده په مراسمو كې درې سوه لكه امريكايي ډالره لګښت شوى

14 غويی 1396 سرچینه کلید

د دوبۍ يو سوداګر د خپل زوى د واده په مراسمو کې درې سوه لکه امريکايي ډالر لګولي دي.
د واده ياد مراسم په يوه ستره بېړۍ کې ترسره شوي، چې ګڼ شمېر کسانو پکې ګډون کړى و.
د دوبۍ د سوداګر ټايکون د زوى عديل ساجن واده له ثنا خان نومې نجلۍ سره په يوه بېړۍ کې وشو، چې ياد سوداګر د خپل زوى په واده کې د درې سوه لکه امريکايي ډالرو په لګښت سره نړيوال ريکارډ جوړ کړ.
په دې واده کې له زرو ډېرو کسانو ګډون کړى و او د باليووډ فلمي نړۍ يو شمېر لوبغاړو هم پکې برخه اخيستې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.