په افغانستان کې د ښارجوړونې او ښاروالیو ستونزې او حل لارې

20 غويی 1396

لیکواله :ذکیه وردګ
‏  د روان کال د اپریل په اتمه ما او ورور مې سهار شپږنیمي د جلال اباد ښار پرلوري حرکت وکړ؛له ډیرې مودې وروسته مې ننګرهار ولایت او جلال آباد ښار ته سفر کاوه په ذهن کې مې ډیر شیان ګرځیدل. زه په ماشومتوب کې هم جلال آباد ته تللې وم او د جلال آباد باغونه، شنه شنه پټي، پراخه ځمکې او وطني کورونه مې په ذهن کې تاویدل. په همدې فکر کې وم چې ماهیپر ته ورسیدلو. ماهیپر کې مې دې ته پام شو چې د بند دوه توربینونه جوړ دي او یو یې کار نه کوي ورور ته مې وویل افغانستان ته په میلیاردونو ډالر راغلل خو داسې ښکاري چې هیچا د دې یو توربین د جوړولوهڅه هم ونه کړه په داسې حال کې چې موږ څومره بریښنا ته اړتیا لرو ورور مې راته په ځواب کې وویل چې د بدبختۍ ځای همدا دی  چې بنیادي او اساسي کارونو ته پاملرنه نه ده شوې.

‏  له ماهیپر نه تیرشو او زه یوځل بیا سوچونو ته ولاړم د طالبانو دوران راپه یاد شو چې ډيرې ودانۍ ورانې شوې وې خو باغونه او د نارنجو ډکې ونې پر ځای وې او خلکو په به پټیو او ځمکو کې کار کاوه. ډرونټه راورسیدله ورور می غږ وکړ راځه دلته به چای وڅښو د سهار نهه بجې وي دلته ښه ښه هوټلونه جوړشوي دي او د درونټې ماهیان ډیرمشهور دي.
‏  موټرچپ لاس ته تاو شو د سړک پرغاړه ګڼه ګوڼه ډیره وه د سړک دواړو لوریو ته څپرې جوړې شوې وې او د څپرو لاندې میوې خرڅیدلې. زموږ موټر د یو هوټل مخ ته ودرید. په دې وخت کې مې پام شوچې په عمومي توګه ټول هوټلونه دوه منزله دي او د وسپنو زینې لري. لومړي منزل کې اشپزخانه،  کبابي تنور او د زغالو تبۍ ایښودل شوې وې او په دویم منزل کې بام او یوه کوټه موجوده وه.

‏  بام په خاورو او پاڼو ککړ و، چوکۍ هم نه وې؛ ومې غوښتل کوټې ته ننوځم کوټه چې له خښتو جوړه وه پلاستر یې هم ټوټې ټوټې و. داسې ښکاریده چې کوم وخت کې به سپین رنګ ورکول شوی و. د رنګ لږ اثار پاتې وو په غولي یوه قالینه هواره وه چې له ډيرو خیرو څخه توره شوې وه او توشکو ګلابي رنګ درلود خو طلایي رنګ یې کم ښکاریده او تاریک نصواري رنګ یې خپل کړی و. جرات مې ونه کړ چې کوټې ته ننوځم کړکۍ ماتې وې او ځینو خو شیشې هم نه درلودې  له چت نه یو سیم ځوړوند و او په هغه کې یو ګروپ بند و. ورور ته مې وویل چې زه نشم کولای دلته چای وڅښم. ځکه له یوه لوري کوټه سوړ بوی لري او له بل لوري له سیند نه سوړ او بد بوی راځي. درې نور هوټلونه مو هم وکتل  په پای کې مو د خیبر چرسي په نوم یوهوټل پیداکړ چې لږ پاک و. نو په دې وخت کې په ذهن کې راته یوه پوښتنه پیدا شوه چې ایا د ننګرهار ښاروال د درونټې د نظافت او پاکۍ څارنه کوي؟ ایا ولې د ښار جوړونې ریاستونو په دې ښایسته دره کې ده وټلونو جوړولو ته پام نه دی شوی؟ آیا په ننګرهار کې د مهندسۍ ستندردونه، مهندسان او نوښتونه نشته او که د کابل او نورو ولایتونو په څیر خپلسري ده؟

‏  دا ښایسته دره چې روانې اوبه لري کیدای شول چې د تفریح یو ښایسته ځای په کې جوړ شوی وای او د لرو سیمو نه خلک به ورته د وخت تیرولو او ماهي خوړلو لپاره راتلل؛ په ډیر افسوس او خفګان له هغه ځای نه راووتلو او د جلال آباد ښار ته داخل شو.جلال آباد چې یو آزاد ښار و یو تنګ او غیر منظم ښار ورڅخه جوړ شوی و. پخوا د سړک دواړو لوریو ته پټي وو خو اوس د دوه لاینه سړک دواړو لوریو ته تعمیرونه جوړ شوي دي. ځینې تعمیرونه د مهندسۍ د معیارونو له مخې نه و جوړشوي عجیب حالت و؛ د سړک دې غاړې پنځه منزله تعمیر چې ډبلې پایې درلودې او هرې پایې یو خاص شوخ رنګ درلود دتعمیر مخ کې د قدم وهلو ساحه حتی دوه متره هم نه وه د هغه ترڅنګ یو بل شپږ منزله تعمیر چې کړکۍ یې ډيرې زړې وې او د برنډې لرګي یې هم مات شوي وو. دهغه ترڅنګ د موټرو یو ګراج و چې ممکن څلور بیسوې ځمکه به وه. له ګراج څخه  سړک پرلور د مبلینو او تیلو تور غوړ را روان وو دا تور غوړي دچاپيریال او روغتیا لپاره ډیر زیات خطرونه رامنځ ته کولای شي. د ورکشاپ ترڅنګ دوه منزله تعمیر و چې موبل فرنیچر یې جوړول او خرڅول  د هغې ترڅنګ څلورمنزله اپارتمانونه وو چې ډاکټران او لابراتوارونه په کې وو. د ډاکټرانو لوحې کګې وګې او ماتې ځوړندې وې. حیرانه پاتې وم  ما داسې فکر کاوه چې کیدای شي کابل، مزارشریف او هرات به داسې وي او ننګرهار به له هغوی سره یوڅه توپیر ولري خو ما د ننګرهار او یادو ولایتونو ترمنځ هیڅ توپیر ونه لید. څومره مې چې سترګو کار کولای شوهمدا حالت و  نه دمالټو او نارنجو باغونه وو او نه هم کرل شوې ځمکې وې. ماته به مې مور ویل چې د جلال اباد ځمکه طلا ده څلورفصله کرل کیږي داسې راته معلومه شوه چې په ننګرهار کې نوره نو کرنه مړه شوې ده.

‏  په دې څوارلسو کلونو کې چې دپیسو باران وو او ۸۰ سلنه کورونه ړنګ وو د ښارجوړونې وزارت او ښاروالیو کولای شول چې په ګډه د لویو ښارونو لپاره ماسترپلان جوړ کړي. افغانستان ته الله پاک خاصه ښکلا ورکړي ده چې کیدای شول  نوره هم دانجنیرۍ او مهندسۍ خاصو کلتوري دیزانونو او د معیارونو له مخې یو داسې هیواد یې جوړ کړای وای څو دنړۍ له نورو هیوادونو څخه خلک یې لیدلو ته راغلي وای  اوس هم که څوک غواړي چې دنړۍ بدرنګه ښارونه وویني نو کولای شي چې افغانستان ته راشي او له نږدې یې وویني. هیڅ یو ښار ته پاملرنه نه ده شوې او له ښارونو نه دکورتو کیچړۍ جوړشوی. په ښارونو کې حتی هرمتر ځمکه پرته له کوم پلان څخه خرڅه شوې ځمکې غصب شوي او هرڅوک،چې وغواړي هرډول ودانۍ او تعمیرونه  جوړ کړي بس جوړوي یې.
‏  یوه منظمه ښارداري نشته  دا ښارونه داسې راته ښکاري لکه یو نارینه چې له سوررنګې نکټايي سره  یو ښه ښایسته آبي یخن قاق او شنه کورتۍ اغوستی وي او دپتلون پرځای یې پرتوګ اغوستی وي، زیړې پلاستیکې چپلکې یې پرپښو وې او خپلې دندې ته روان وي.
‏  په یقیني توګه د تاسف او دډیرې بدبختۍ ځای دی چې په کرنیزو ځمکو کې کورونه او سوداګریز تعمیرونه جوړشوي دي. کورونه په ښونځیو او روغتونونو بدل شوي دي سړکونه بند دي  دسړکونو پرغاړو دسګرتو، ترکارۍ، شرینې، بولاني او شربت پلورلو کراچۍ ولاړې دي .د دې ترڅنګ دسړکونو پرسر لیلامي خرڅیږي او خلک هم ورته ولاړ په سړکونو دموټرو دتګ پروړاندې ستونزې پرتې دي او موټرونه مجبوردي چې په ډیر احتیاط سره پرسړک حرکت وکړي. لویه لار چې موټر وې  ورته وايي شتون نه لري، ښاري بسونه نشته دي، دبسونو ، ټیکسي او ریکشاوو لپاره  تمځایونه شتون نه لري دجلال آباد ټول ښار ریکشاوو نیولی دی او په دودونو یې آسمان تور کړی دی. دهرې ریکشا له څنګه به چې تیریدم نوسخته به ټوخیدم په دې وخت کې مې له ځانه پوښتنه وکړه چې آیا ښاروال او والي له خپل دفتر نه بهر نه راوځي او داحالت په خپلو سترګو نه ویني؟ د سړکونو ترڅنګ سرخلاصې جویچې موجودي دي چې ډیر بد بوی ورڅخه راوځي او ځوانان دسړکونو پرسر کرکټ او فوټ بال کوي.
‏  نه یوازې زه بلکې هرشخص چې احساس ولري ددې حالت په لیدلو خفه کیږي او هغه څوک چي د ښار جوړولو او مهندسۍ زده کړې یې کړي وي دهغوی لپاره په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی . نن ورځ یو ماشوم هم کولای شي چې  د انټرنیټ  له لارې د نړۍ مختلف ښارونه مطالعه کړي  او د یوښه ښار د ښایسته اړخونو په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي. زما لپاره مهمه پوښتنه داده چې ولې نن ورځ هم ښارجوړولو ته لازمه پاملرنه نه کیږي او  ولې زموږ حکومت په دې اړه جدي اقدامات نه کوي؟
‏  دیوښار په جوړولو کې باید ځانګړي پاملرنه زونونو ته وشي یعنې په یوه ښار کې باید ښوونځي چیرته جوړ کړای شي او د ښوونځیو ساحې باید څومره ووسي .ددې ترڅنګ دکرنې ساحې، روغتیايي ساحې، حکومتي ساحې، دفتري ساحی ، ترانسپورتي ساحې، ټولنیزه ساحې، د مارکیټونو ساحې، تخنیکي ساحې، صنعتي ساحې اوسپورتي ساحې باید معلومې واوسي. څه ډول ښارګوټي باید جوړ کړای شي او څه ډول آسانتیاوې باید په کې په پام کې ونیول شي نو که هر څوک وغواړي چې خود سري وکړي  په دې صورت کې د انجنیرۍ او مهندسۍ مسلک لوستل بې ګټې دي.
‏اوس هم ناوخته  نده او باید د ستونزو مخنیوی  وشي او دې پورتنیو ستونزو ته حل لارې شتون لري  او یو څو محدوده او ابتدایي حل لارې یې داسې وینم :
‏  ۱ـ  یو اوو کسیز پلاوی باید جوړ شي دښارونو دې څارنه وکړي او په هره میاشت کې ولسمشر ته خپل راپور وسپاري.
‏  ۲ـ د نړۍ مختلف ښارونه دې مطالعه شي د هغوی  ښه او بد ټکې دې راواخیستل شي او له ښه ټکو نه دې استفاده وشي.
۳ وړوکي ښارونه باید داسې ډيزاین شي څو له نورو ښارونو اوښارګوټو سره اړیکې ولري .هرښارکوټی باید پارک،سپورتي میدانونه،مارکیټونه او شنه ساحه ولري.
‏  ۴ـ د ښارونو د ماستر پلان ترجوړلو پورې باید د ځمکو خرڅول  بند شي.
‏  ۵ـ ترڅو پورې چې په ماسترپلان کې زونونه معلوم شوي  نه وي دلوړپوړو ودانیو(بلندمنزلونو)جوړول دې بند شي.
‏  ۶ـ افغانستان له ښایسته غرونو څخه ډک دی او ځمکه کمه لري په ښکلوغرونو کې دې ښایسته ښارونه جوړ کړای شي  په دې توګه به وکولای شوچې له ځمکې نه سمه او اعظمې استفاده وکړو.
‏‏  ۷ـ سړکونه باید داسې ډيزاین او جوړ کړای شي څو خلک په آسانۍ سره ادرس پیدا کړای شي ترانسپورتي لارې او تمځایونه باید جوړ کړای شي، سرخلاصه جویچې باید بندې شي او سرونه یې پټ کړای شي.
‏  ۸ـ هر ساختماني کار باید دښارجوړولو دوزارت له لوري له تاید وروسته جوړ او بشپړ شي.
‏  ۹ـ هر سوداګریز تعمیر باید خپلې مخې ته حد اقل څلور متره ساحه  او دموټرو د پارک کولو ځای  ولري.
‏  ۱۰ـ د اعلی ښارونو د ډیزاین لپاره دې یو سالمه سیالي او رقابت  د مهندسانو ترمنځ پيل شي څو وکړای شي ښه ښارونه ډیزاین کړي.
‏  ۱۱ـ هره سیمه باید منظم کودونه ولري یومنزله سیمه، دوه منزله سیمه، درې منزله سیمه، بلندمنزله سیمه.
‏  ۱۲ـ ځمکې باید منظمې او دیو منظم پلان له مخې خرڅې کړای شي.
۱۳ په هره سیمه کې باید منظم پارکینګونه جوړ کړای شي.
‏  ۱۴ـ د غریبوکار او کار او بار لرونکو لپاره باید منظم بازارونه جوړکړای شي.
‏۱۵ـ هرهغه موټر او ریکشا چې دود کوي باید په ښار کې دګرځیدلو اجازه ورنه کول شي.
‏  ۱۶ـ باید هڅه وشي چې ښارونه او کلي  دنیالګیو او ونو دکینولو په وسیله نور هم شنه اوښکلي شي.
‏  ۱۷ـ د کورونو جوړولو لپاره باید یو منظم سیستم او قانون رامنځ ته کړای شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.