په دې ورځ ناپلیون لوییزیانا پر امریکا وپلورله

20 غويی 1396

له نن څخه ۲۱۴ کاله مخکې د ۱۸۰۳ کال د مې په درېمه نېټه بوناپارت ناپیلیون، چې هماغه وخت د فرانسې لومړی کونسل و، په امریکا کې د فرانسې له لوري نیول شوې سیمې، چې لوییزیانا نومېدې، په ډېره کمه بیه یعني په اتیا (۸۰) ملیون فرانکو د امریکا پر متحدو ایالتونو وپلورلې.

د دې سیمې، چې تقریباً د میسي سي پي ټوله حوزه پکې شاملېده، مساحت تر هغه ټاټوبي زیات وو چې د امریکا متحد ایالتونه بلل کېده او نفوس یې په ایله کې پنځوس زروتنو ته رسېده.

دا لویه او پراخه سیمه د اوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د پنځلسم لویې د واکمنۍ په دوره کې د فرانسې تر استعمار لاندې راغلې وه.

په ۱۷۱۸ کال کې نیواورلین ښار د دې سیمې مرکز وټاکل شو.د لوییزیانا خاوره ډېره ښېرازه یا حاصلخېزه وه.

د ۱۸۰۳ کال په جنورۍ کې د امریکا ولسمشرتوماس جیفرسن خپل استازی جیمز موترو فرانسې ته ولېږه چې له فرانسویانو سره د نیواورلېن او د لوییزیانا د خاورې په باب خبرې وکړي.

د فرانسې امپراتور بوناپارت نايیلیون، چې پتېیلې وه د بریتانیا او هسپانیا پرضد نوې جبهه پرانیزي، پیسو ته اړتیا لرله، ناپلیون پر همدې اساس (مارکي باربې باریوا) وګوماره چې د لوییزیانا د پلورلو لپاره خبرې وکړي. ده دا ښېرازه سیمه په اتیا ملیون مارکه وپلورله.

د لویزییزیانا له خپلولو سره د امریکا د متحدو ایالتونو مساحت دوه برابره شو او فلوریدا، چې د هسپانیا مستعمره وه، په منځ کې ایساره شوه او بالاخره هسپانیا د متحدو ایالتونو ترفشار لاندې په ۱۸۱۹ کې دا سیمه پر امریکا وپلورله.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.