×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

نن د اپریل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده

03 غويی 1397

 نن د کتاب نړیواله ورځ ده. دغه ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي او نشراتي کمپنۍ په دې ورځ خپل پلانونه او لاس ته راوړنې خلکو ته وړاندې کوي. په ۱۹۵۵ کال کې یونسکو د اپریل ۲۳مه د کتاب د نړیوالې ورځې په نامه نومولې ده. په همدې ورځ د انګلیسي ژبې مشهور شاعر ویلیم شکسپیر هم مړ شوی دی. دغه ورځ په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې هم د کتاب د مینه والو له لوري نمانځل کېږي. فرهنګي ټولنې، د جایزې په ورکړې د کتاب لیکوال او ژباړن هڅوي همدا راز کتابپلورنځي هم ځانګړي امتیازونه خپل مشتریانو ته لري. په کابل کې اکسوس کتابپلورنځی، چې د کتاب د چاپ او خپراوي په برخه کې مشهور نوم دی، هم په دې ورځ خپلو مشتریانو ته تر شل سلنې تخفیف په نظر کې نیولی دی. دې ته ورته نن په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې هم د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)