×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

ملګري ملتونه: شمالي کوریا لا هم د توغندیو او اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی

13 زمری 1397

 ملګري ملتونه وايي شمالي کوریا یې لا هم د توغندیو جوړولو او اټومي بمونو جوړولو پروګرام نه دی درولی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لړ محرم اسناد رسېدلي، چې ښيي شمالي کوریا لا هم نوي توغندي جوړوي او اټومي پروګرامونه یې لا هم روان دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي، چې دغه هېواد له بندیزونو سرغړونه کړې ده او په غیر قانوني توګه یې د تېلو پېرلو او وسلو پلورلو ته ادامه ورکړې ده. تر دې وړاندې امریکا هم ویلي وو، داسې نښې نښانې ښکاري چې شمالي کوریا د نوو توغندیو د جوړولو چارې پيل کړې دي. شمالي کوریا ددواړو ادعاوو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)