×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

ولسمشر په ګردېز کې پر جومات ځانمرګی برید وغانده

13 زمری 1397

د افغانستان حکومت د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د اهل تشیع پر جومات ځانمرګی برید پر سختو ټکو غندلی او دا یې یو جنایت او د اسلام ضد کار بللی دی.

د ارګ له خوا رسنیو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي: ((د افغانستان دښمنانو نن وروسته له غرمې د ګردېز ښار د خواجه حس پر جامع جومات د برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر هېوادوال چې د جمعې لمانځه پر ادا کولو بوخت وو، شهیدان او زخمیان کړل.))

په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید پر سختو ټکو غندي.

ولسمشر ویلي: ((ترهګرو د ملکي خلکو او د جوماتو په موخه ګرځولو سره، یو ځل بیا خپل ناوړه ماهیت چې له اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو سره په ټکر کې واقع دی، وښود.))

ولسمشر څرګنده کړې چې د ترهګرو دغه ډول جنایت د افغانستان د خلکو تر منځ مذهبي تفرقه نه شي رامنځته کولای، ځکه افغانستان په اسلامي یووالي او مذهبي همپالنه کې د اسلامي هېوادونو په کچه یوه نمونه ده او دغه همنظري او اتحاد به یې همېشه پایښت ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د یادې پېشې د قربانیانو کورنیو ته خپل د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او اړوندو مسوولینو ته د ټپیانو د ښې درملنې په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)