×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 55

دمنزل پرلور

04 وږی 1397

لیکوال سخی سرورمیاخیل               ۱۱،۸٬۲۰۱۸

 

دمنزل پرلور

               

هودپردی وطن تندې وهلی وم  پدی خو بیا هيڅکله هم نه پوهیدم چی څنګه پدی ګونګی ژبه ورته دخپلې اندیښنې اظهار وکړم .چورتونوپسې اخیستی وم چی ایا دهیلو پس منظرته به ورسیږم اوکنه ؟ نوبیا څنګه داخو زما مورنۍ ژبه هم نه ده اونه مې دخپل ټاټوبی موجودات دی چې ورسره دزړه خواله وکړم . د شب کدر شپه اودخورونزول خوراته هسې دخیالونویوتسلسل ښکاریده چی هیڅکله هم په رښتیا بدلیدل یې  راته په دریابونوکی دشګو ګڼل وه.

 نه پوهیدم چی دخیالونومجازی پاچاهی می ولی په ذهن کی غزونې کولی .پوهیدل خوورباندی زما دوس خبره هم نه وه  .خو اخر بیانوڅه پکار دی  ایا همدا تابلوګانې به مې په ذهن کې غزونې کوی اوکه دابادۍ کوم څرک به په سترګو چیرې هم ووینم .بس همدا سې دخیال مرغلرې دخیال په اومړی تار پیم ،نه پوهیږم  اوخدازده چی دامجازی امیل به له دی مرغلرو جوړوم اوکه په زمانی اندازبه داخام تارشلیږی چې مرغلرې به یې دانې دانې دځمکې پرمخ په نامنظم ډول شاعرانه تابوګانې انځور کړی.   بس همداسی دخیالپلو نازکی شیبې وې چی زما ذهن په غیر ارادی ډول ورسره په کشمکشونوکې بوخت وو. ناڅاپه دریل ګاډی اواز زما دخیالونوتسلسل وشلاوه . وبګنیدم خپلې سترګی می پردواړولاسونووموښلې ایخوا دیخوامی وکتل .یه خدایه داڅه عجیبه وسواسه دې راواچوله .زه خوویده هم نه یم چی خوب به می لیدلی وی .دسهار نهه بجې دی دډاګ خانې دکړکی ترڅندې ولاړ یم . په دی خاورینه نړی کی خو دشیانوانځورونه هم په ذهن کی نه انځوروم .

هر څه په اصلی بڼه دی نوبیا داڅه وشول اوڅه کیږی ؟ په سترګویی وینم چی هغه دحرم ښاپیرۍ می مخامخ یوپوستی بکس ته ولاړه ده چې دخپل لیک  لیپاپه دپوستی په سرواوشنو ټیکټونوباندی مزاین کوی . ګورم ماهم په شعوری انداز خپله  لیپاپه همداسی رنګینه کړیده .په همدې موخه خو ډاګخانې ته راغلی یم چی خپل لیک په ډاګ ولیږم. خو په دې نه پوهیږم چی څنګه یی لیږلی شم. په ډاګ لیږل دخپل لیک په دی پردی وطن کی  زما لپاره یونوی اونا اشنا کلچر دی .

 ژبه می هم ګونګی وه په هغه ژبه چی به خلک ورباندی ګړیدل ،هیڅکله هم نه پوهیدم. نوبیا څنګه کولی شم  خپل لیک مرسول ته ولیږم؟  دنکل وهلوکلچرمی په خپل وطن کی په یاد وه نومی شایدغوره بللی وه له هغه میتود نه کارواخلم چې دښونځی په ازموینه کی به موکله ناکله له خپلو همصنفیانو داسی  نکلونه وهل . خو دحکمت کارونه وه په غلچکی انداز دهغې میرمنې وخواته  زغلنده نظر واچوم. ډیراختیاط می هم کاوه چی خدای مه کړه راباندې یې فکر نه شی اوکه می وګوری اوراباندې په قهر شی نوبیا ؟خو خیر کله چې هغه له پوست بکس څخه شین ټیکټ راوخلی نوزه هم همغه لاره تعقیبوم اوکله بیاه له پوستی صندوق سور ټیکیټ رااخلی نه هغه کار هم زه کوم . دحورې په څير هغې پا ک  زړې اومعصومی میرمنې زما دا انداز ښه څاره ورته ثابته شوی وه چی زه دلته بلکل  یونابلد موجود یم  .دځانه سره شنه شوه ویې خندل .که څه هم هغه  په ماباندی دتمسخر په موخه نه بلکې شاید دزیاتې نابلدی په وجه خندلی وی . په  ژبه خویې که نه پوهیدم ولی په دی نړیوال اکشن خو بیا هرومرو ډیر ښه پوه شوم داسی می وانګیرله لکه چی هغه زما په مورنې ژبه راته څه ویل غواړی.ځکه چی خندا نویوه نړیواله پدیده وه چې پرې پوهیدل دهر چا توان دی.

کاش چی په ټوله معني یې په ژبه همداسی پوه شوی وای . عجیبه عاطفه وه لږ څه زما وخواته راوړاندی شوه . په خپله ژبه یې راته یو څه وویل خو زه هغه مهال لا یو ګونګی غوندې کلبوت وم چی مې خاص څه نه شول اظهارولی.

 کله یې چی زما لیپاپه ولیده چی می په نامظم ډول په داسی انداز مزاین کړی وه  لکه  چی دلومړیوټولګیوشاګردانوپه پنسل دګاغذ پرمخ تابلوګانې کیکاګلی وی .نوی ېې ټیکټ ته اشاره وکړه یو څه یی ورسره وویل خو یو څه می درک کړه چی ګانې زما داټيکټونه سم نه دی کارول شوی . داسی یی پوه کړم چې ګانی زما دټیکټ لپاره یوازی یو ابی  دلسو فینیکونو (دمارک لسمه برخه) ټیکټ کفایت کوی . دانور سره شنه یې بهر ته دلیږلو لپاره دی . بیا یی په اشاروسره وویل چې دا پته دی ورباندی هم سمه نه ده لیکلی نومی لیپاپه په عاجزانه اندازورکړه چی ګانې پته یی هم راته اصلاح کړی .

یوازی می ددوی په ژبه دمننې لفظ وکاراوه چی ډنکه شوین(مننه) بس مسکی شوه دلاس په ښورولو سره یی ورسره  دچوس  (دالله په امان) کلیمه وویله دریل په لور یی حرکت وکړ اوله سترګوپناه شوه .بیا هم اندیښنوپه خپله غیږه کی راټینګ کړم.  په ویښه هسې دخوب لیدل وو نومی هوډوکړ چی باید دهغوی په ژبه نور نودپوهیدووړتیا پیداکړم  .په لنډه موده کی په ډیرې چټکۍ سره دمنزل دکاروان مل شوم .نور نوبیا وروسته په هر څه پوهیدم.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)