د عمر خیام څلوریځې، د عبدالباري جهاني ژباړه

09 مرغومی 1398

تا هشیارم طرب ز من پنهانست

ور مست شوم در خردم نقصانست

حالیست میان و مستی و هوشیاری

من بنده ان که زندگانی  آنست

چی هوښیار یم  او پر سد یم رانه پټ د طرب زړه دی

او چی مست یم له سرو میو بیا می عقل پوره نه دی

یو حالت دی په دا منځ کی  نه مستي نه هوښیاري ده

زه بنده  دهغه آن یم که ژوندون دی  نو هغه دی

ما خرقه زهد در سر خم کردیم

در خاک خرابات تیمم کردیم

باشد که درین میکده ها دریابیم

عمری که در ان مدرسه ها گم کردیم

موږ چوخه د پرهېز رنگ کړه په خمونو په پیالو کی

تیمم مو دی وهلی د شرابو په کوڅو کی

گوندی وی بیرته پیدا کو دې ویجاړو میخانو کی

هغه شپې چی  مو کړې ورکي په کتاب او مدرسو کی

گفتم دگر باده ء گلگون نخورم

می خون رزانست دگر خون نخورم

پیر خردم گفت بجد میگویی

گفتم کی مزاح میکنم چون نخورم

ما وې بیا به له جامونو سره شراب نه تشومه

سره شراب دي د تاک وینی زه به وینی څنگه خورمه

پیر د عقل می ویله  په ریشتیا دي پرهېز وکړ؟

ما وې ټوکي کوم پیره می به څنگه نه چښمه

چند از غم و غصه ء جهان قالاقال

برخیز و بشادی گذران حالا حال

از سبزه چو شد روی زمین میلامیل

در کش می لعل از قدح مالامال

څو تر څو به وي غمونه شنه به زړونه  له روزگار وي

د مستۍ چیغی که پورته څو له غمه به چیغار وي

مخ د مځکی شین بخمل دی سور غاټول پر غوړېدلی

جام که ډک له هغو میو چی تک سور لکه انار وي

با سبزه  خطی تازه تر از خرمن گل

از دست مده جام می  و دامن گل

زآن پیش که ناگه شود از باد اجل

پیراهن عمر ما چو پیراهن گل

 چی تازه د گل تر ونه یو نو خطه در سره وي

لمن مه پرېږده د گلو او په لاس به دي پیاله وي

هسی نه وی چی ناپامه د اجل بادونه راسي

او د سرو گلو په څېر مو د ژوندون گرېوان پاره وي

این صورت کوزه جمله نقش است و خیال

عارف  نبود هر که نداند این حال

بنشین قدحی باده بنوش و خوش باش

فارغ شو ازین نقش  خیالات محال

د کوزې دا شکل وینې ټول تصویر دی د خیالونو

عارف  نه دی څوک چی نه وي با خبر له دې حالونو

کښېنه جام که پر سر پورته  غم دي وشړه له خوني

ځان فارغ که له تصویره د محال خیال و خوبونو

خیام زمانه از کسی دارد ننگ

کو در غم ایام نشیند دلتنگ

می خور تو در آبگینه با ناله ء چنگ

زآن پیش که آبگینه ات آید بر سنگ

زمانه له هغو خلکو شرم ننگ لري خیامه

زړه یې شین وی له ایامه گیله من د هسک له بامه

جام دي ډک لره له میو نی و چنگ در سره واخله

هسی نه چی دي ډبره پر جام ولوېږی ناپامه

از جرم حضیض خاک تا اوج زحل

کردم همه مشکلات گردون حل

بیرون جستم ز بند هر مکر و حیل

هر بند کشاده شد مگر بند  اجل

ما د مځکی له کوگله بیا تر اوجه د زحل

مشکلات د اسمانونو او د ستورو می کړه حل

ځان می خلاص کی له بندونو د مکرونو د چلونو

فقط یو بند سو راپاته  هغه بند و د اجل

کس خلد و جحیم را ندیدست ایدل

نی نیز از انجهان رسیدست ایدل

امید و هراس ما بچیزیست کز آن

جز نام و نشانی نه پدیدست ایدل

نه جنت  او نه دوږخ دی اې زړگیه چا لیدلی

او نه څوک زموږ تر  محفله له هغې د نیا راغلی

موږ  له داسی شي بېرېږو موږ امید دی په تړلی

چی یې نوم او نښان سته خو چا یې رنگ نه دی لیدلی

چون نیست هر چه نیست جز باد  بدست

چون هست ز هر چه هست نقصان و شکست

انگار که هر چه در عالم نیست

پندار که هر چه نیست در عالم هست

له نیستۍ پاته تش  باد دی بل څه نسته په میدان کي

او چی سته له دې هستیه یا ناکام یا په تاوان کي

گواکي هر څه چی موجود دي هغه نسته په عالم کي

او چی هر څه موجود نه دي هست یې وگڼه جهان کي

چون کارنه بر مراد ما خواهد رفت

اندېشه و جهد ما کجا خواهد رفت

پیوسته نشسته ایم در حسرت آنک

دیر آمده ایم زود میباید رفت

چی د زړه د ټولو هیلو مخالف مو دا جهان سو

پر دې لار د اندېښنو به لا تر کله سر گردان سو

تل افسوس افسوس نارې دي تل به خورو د زړگي وینی

چی ناوخته یو راغلي وختی څرنگه روان سو؟

از حادثه ء زمان زا ینده مترس

وز هر چه رسد چو نیست پاینده مترس

این یکدمه نقد را بعشرت بگذا ر

از رفته میندیش ز آینده مترس

بېره مه کړه له زمانه ورسره چی حادثې دي

له هغو مه کوه بېره چی عمرونه یې شېبې دي

دغه دم  دي غنیمت دی تېروه یې په مستیو

له راتلونکو مه بېرېږه  پرېږده تېري زمانې دي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)