د کيسې تيوري: نوي او زاړه ليدلوري

29 وری 1399

ليکوال: ډاکټر ناصر عباس نير

ژباړه او لنډيز: اجمل ښکلے

يادونه: دا ليکنه د ډاکټر ناصر عباس نير په اثر “لسانيات اور تنقيد” کې راغلې مفصله ليکنه ده، چې ما ته يې د پيل څو مخه اړين ښکاره نشول او و مې نه ژبارل۔ په دې ژباړه کې تاسو د کيسي د تيورۍ په اړه د رياليزم، فورماليزم او رغښتوالې د اصولو يو کلي تصور مطالعه کولاے شئ۔ ما ته په دې مهمه ښکاره شوه، چې له يوه پلوه پکې د کيسې د تيورۍ په اړه ځينې مهم ټکي وو او له بله پلوه مې موخه دا وه، چې پښتون لوستونکي ته په نړۍ کې د کيسه ليکنې د تيورۍ او کره کتنې د تاريخ يو تصور ورکړم، چې وسمهال موږ د شعر، په تېره د کيسې په نقد کې د کوم مکتب له تيورۍ نه استفاده کوو او ولې تر سوسيالستي رياليزم وروسته د کيسې د پيغام او منځپانګې پر ځاے تخنيک او فورم مهم شو؟ د دې پوښتنې لومړۍ برخه څنګزنې؛ خو دويمه پوښتنه که څه هم ولې ته ځواب نه وايي؛ خو د فورماليستانو او رغښتوالو د کيسې د تيورۍ يو روښانه تصور راکوي۔ ګوندې څوک د کيسه ليکنې د مهمو کتابونو ژباړې او په دې اړه کتابونو ليکلو ته وهڅېږي۔ د ليکنې سرليک په اصل کې “د کيسي کره کتنه: زاړه او نوي نظرياتي بحثونه” وو، چې ما د پښتو له کيسه ييزې ټرمينالوژۍ سره راساده کړ۔ دا ليکنه به ټوک ټوک خپره کړو: 

(۱)

رياليزم په ټوله کې په روايت/نکل/کيسه(Narration)/ کې د (کرکټر) د  عمل او د ژبې د نقش پوښتنه تر ځنګانه لاندې کړه او که څه هم يې د ژبې ارزښت درک کړے؛ خو بيا يې هم د واقعيت او ژبې د تړاو پر پېچلې پوښتنه سترګې پټې کړې دي او دا خبره يې د يوه واقعيت په توګه منلې، چې ژبه د بهرني(فيزيکي) واقعيت د لېږد دقيقه وسيله ده۔ په دې ډول په هغو ژبنيو او بياني لارو چارو پسې ګرځېدلے، چې د واقعيت کټمټ استازي وکړي او روايت له واقعيت سره يو ډول او روايت د واقعيت انډول کړي۔ 

روسي فورماليستانو په لومړي ځل کيسه له ژوند (او بهرني واقعيت) نه جلا کړه او کيسه يې پخپله يو واقعيت وبلله، چې پر بهرنۍ نړۍ متکي نه ده۔ شکلوفسکي ډانګ پېيلې وويل: 

“هنر تل له ژونده بېل و۔ د هنر په رنګونو کې د هغه بيرغ رنګ نه دے منعکس شوے، چې د ښار پر بالاحصار رپېږي۔”

(په فورماليزم کې) له ژوند نه د هنر(کيسې) د بېلوالي مطلب دا و، چې د هنر خپل قواعد، اصول او جوړښت(فورم) وي، چې دے د هنر په توګه رامخته کوي او خپل بېل هويت ورکوي۔ هنر يا کيسه د خپل هويت او بقا لپاره د ژوند نه، د خپلو جوړښتي قواعدو او تخنيکونو تابع وي۔ په بله وينا، د ژوند له واقعيتونو پرته تخيلي او تخليقي پېښې هم کيسه کېداے شي؛ خو چې د کيسې له اصولو سره برابره وي۔ د دې مانا دا نه ده، چې يو واقعيت کيسه کېداے نشي، کېداے شي؛ خو چې د کيسې اصول پرې تحميل شي۔ (د ليکوال په اند، يوه پېښه هله کيسه ده، چې د کيسې په اصولو برابره وي، له همدې امله واقعيت به د ژوند له مخې اهميت لري؛ خو مستقيم روايت يې ادبي کيسه نه ده)۔ يعنې لومړيتوب واقعيت نه، بلکې جوړښت(فورم) لري۔ که کيسه د فورم له پلوه جوړه نه وي، دقيق واقعيت به وي؛ خو ادبي کيسه نه ده۔ په دې توګه، د کيسې(او ادب) منځپانګه د جوړښت(فورم) برخه ده۔ ټيرنس هاکس د روسي فورماليزم د دې اړخ په اړه وايي: 

“منځپانګه د ادبي فورم(جوړښت) يو نقش دے، چې نه له فورم څخه بېلېږي او نه له فورم څخه بهر متصور کېداے شي۔”

مطلب دا چې که څه دے، فورم دے۔ د ادب ټول ټوکونه(اجزا) او توکي د فورم له امله او د فورم له مخې رامنځته شوي۔ موضوع هم له جوړښت(فورم) څخه بهر نه ده۔ د دې يوه مانا دا ده، چې فورم پر موضوع برلاسے دے۔ فورم د همدې غلبې له امله موضوع ته داسې يوه بڼه ورکوي، چې بيا يې تعريف د همدې فورم له مخې کېږي۔ (د هند د وېش په وخت کې د مسلمانانو او هندوانو خپلمنځي) خرخشې چې کله د منټو په کيسو کې راښکاره شي، بيا تاريخي واقعيت نه، بلکې د منټو د کيسه ييزو موضوعاتو يوه بېلګه شي۔ دې ته شکلوفسکي نااشنا کول(Defamiliarization) وايي۔ د نوموړي په اند، د هنر بنسټي ځانګړنه نااشنا کول دي۔ له هنر نه بهر نړۍ، واقعيتونه، ژبه او د بيان نور وسايل خپل شناخت لري؛ خو دا چې کله د هنر قلمرو ته راننوځي، د هنر ځانګړې جوړښتي لارې چارې او اصول يې نااشنا کړي، وا يې ړوي او يوه نوې بڼه ورکړي، چې دا بڼه يې له هنر نه د بهر شعور لپاره نامانوسه وي۔ (همدا لامل دے، چې لوستوال کله ادب لولي، خپله ګروهه، تعصب، انګېرنې او نظريې اړخ ته کړي، ځکه پوهېږي، چې واقعيت نه، ادب لولم)۔ په يوه مانا، نااشنا کول واقعيت مسخه کوي، ځکه چې واقعيت له خپلې بڼې باسي، نامانوس کوي او بڼه يې وربدلوي۔ له فورماليستانو سره د رياليستانو او سوسياليستانو د اختلاف اصلي لامل همدا دے؛ خو د فورماليستانو دريځ دا و، چې که ادب په علمي روش د درک وړ کوئ، په اړه يې مستند علم ترلاسه کوئ او ماهيت ته يې لاسرسرے غواړئ؛ نو له دې پرته بله لار نشته، چې ادب يو جوړښت(فورم) وبولو او فورم سبکي او ژبنيو لارو چارو او ځانګړو قاعدو او اصولو ته وايي۔ 

تر وړاندې تګ مخکې د يوې مهمې جړې سپيناوے اړين دے۔ رياليزم او فورماليزم د يوه بل متناقض ښکاري۔ پوښتنه دا ده، چې تر فورماليزم وروسته ګنې د رياليزم تيوري له منځه لاړه، په تېره دا چې د رياليزم په پلوۍ ليکلې کيسې بې ارزښته شوې؟ په دې لړ کې لومړے دا مه هېروئ، چې رياليزم هممهاله يوه ادبي او کره کتنيزه تيوري ده؛ خو فورماليزم يوه کره کتنيزه نظريه ده۔ رياليزم يوازې د کيسه ليکنې اصول نه ښيي، بلکې د رياليزم په پلوۍ ليکل شوې کيسې هم ځيري۔ له بله پلوه فورماليزم کيسه يوازې لولي او د دې لوست په پايله کې که د کيسه ليکنې اصول رامنځته هم شي؛ دا د دې نظريې ضمني لاسته راوړنه وي۔په دې ډول فورماليزم د رياليزم په پلوۍ ليکلې کيسې هم لولي او د هغوے په اړه هم همدا خبره کوي، چې کيسه په اصل کې فورم دے۔ په بله وينا، په دې ډول د رياليزم پر تيورۍ نيوکه کوي(ځکه په رياليزم کې واقعيت له فورم نه بېل او فورم او ژبه د واقعيت د لېږد دقيقه وسيله ګڼل کېږي؛ ژباړن)۔ فورماليزم پر دې غږېږي، چې رياليزم کيسه له کومې زاويې ځيرلې او په دې ځيرنه کې ترې کوم اړخونه پټ پاتې شوي۔ مثلا: رياليزم ژبه د واقعيت د لېږد يوه رڼه وسيله وبلله، چې فورماليزم د نااشنا کولو د نظريې په مټ رد کړه۔ پخپله په رياليزم کې هم د ژبې د رڼې وسيلې پر تصور شک کېده۔ د مختلفو تخنيکونو او سبکونو په مټ د واقعيت د يوه ځانګړي تاثر د رامنځته کولو تر شا همدا شک و۔(مثلا:په سوسياليستي رياليزم کې د واقعيت د يوه اړخ د ښودو يا يوه اړخ د برجسته کولو او د هر ځمکوال د ظالم ښودلو تر شا د ژبې پلوي ولاړه وه؛ ژباړن) پر دې سربېره د رياليزم تيورۍ د واقعيت د واقعي تصور او تاثر له ټولو هڅو سره سره کيسې ته د يوه ټولنيز سند په سترګه نه کتل، بلکې بيا يې هم (خيالي) کيسه بلله۔ عجبه دا ده، چې دواړه تيورۍ د کيسه ليکنې د اصل يو تصور لري۔ د رياليزم له مخې دا اصل موضوع(منځپانګه) او د فورماليزم له مخې جوړښت(فورم) دے۔ دواړه تيورۍ، اصل له کيسې بهر ويني۔ يو يې په ټولنه او روان کې او بل يې د کيسه ليکنې په اصولو کې(چې د نوي متن تر رامنځته کېدو وړاندې موجود وي)۔ 

په فوررماليزم کې پر کيسه ليکنې تر ټولو مهم کار ولاديمير پروپ کړے۔ نوموړي په خپل اثر” مورفالوجي آف فيري ټيلز” (د ښاپيريو د نکلونو مورفالوجي) کې د کيسه ليکنې/ نکل هغه رغښت/جوړښت منظم وړاندې کړے، چې د ټولو نکلونو په تل کې موجود وي او يوه نکل ته کيسه ييزه بڼه ورکوي۔  په بله وينا، په نړۍ کې بېشمېره کيسې دي؛ خو د دوے په تل کې داسې “څه” هم شته، چې دا کثرت يې د وحدت په تار پېيلے۔ د همدې وحدت له مخې کثرت ته کيسه ويل کېږي۔ دا “څه” په اصل کې د کيسې جوړښت يا رغښت دے۔ (د يادونې وړ ده، چې فورماليستان د جوړښت يا فورم پلويان وو او فورم يې د محتوا له مخې پېژنده؛ خو رغښتوالو د رغښت خبره وکړه، چې د يوه ادبي ژانر د ټولو ادبي پنځونو په تل کې موجود وي او د پنځونو ترمنځ وحدت راولي۔ ليکوال همدا وايي۔ وروسته به راشي، چې د پروپ کار ته رغښتي کار وايي؛ ژباړن)۔ په دې توګه، که د جوړښت(فورم) اصول رامنځته شي، نو هغه اصل الاصول موندلاے شو، چې په کيسه او ناکيسه او ادب او ناادب کې توپير کوي۔ پروپ د ښاپېريو له نکلونو همدا اصل الاصول راوايستل او دا کيسې يې ځکه وټاکلې، چې دا د هر ډول کيسو مخبېلګه(پروټوټايپ: انسان په ادراک کې د هرې ټولۍ غوندې د کيسو هم يوه ټولۍ لري، چې په مرکز کې يې د پروپ په اند، د ښاپېريو کيسې دي، چې د کيسي د ټولۍ ټولې ځانګړنې لري: ژباړن) ده، چې په ټولو کيسو کې يې ځانګړنې شته دي۔ پروپ چې د کيسې اصل الاصول ته ځان رساوه، تر کرکټرونو، پېښو او د دوے تر تړاو پورې محدود پاتې نشو، بلکې تر هغو اصول يې د ځان د رسولو هڅه وکړه، چې کرکټرونه او پېښې شونې کوي۔ نوموړے دې ته نقش(Function) وايي او داسې يې تعريفوي: 

“نقش د کرکټر داسې فعل دے، چې د (کيسې) د عمل په بهير کې د هغې د مانا له مخې روښانه کېږي۔”

يعنې نقش يا دنده د کرکټر هغه عمل دے، چې د کيسې د پېښو په بهير کې د پېښو د اهميت(او اړتيا) له مخې روښانه کېږي۔ په ساده ټکو، کيسه د پېښو يو بهير/لړۍ ده، چې کرکټرونه يې پر مخ وړي يا يوه مانا ورکوي؛ خو کرکټر نه، بلکې د کرکټر کړه(عمل) مهم دے او د عمل مانا پخپله نه، بلکې د کيسې د پېښو د بهير د اغېزمنولو له وړتيا نه پيدا کېږي۔( يعنې په کيسه کې هر کرکټر يوه دنده لري او هغه ترسروي: ژباړن) په دې توګه، پروپ د کيسې په رغښت کې نقش ته بنسټي ارزښت ورکړ(هسې هم فورماليزم د کيسې ټولو توکيو ته، چې کرکټر، پېښې او نور راځي، د رغښت نقش وايي)۔ نوموړي د کيسې يو دېرش نقشه(چې دا ځاے يې د تفصيل نه دے) او ورپورې تړلې د عمل لس دايرې راښودلې: 

بډ اتل(ويلن)، لارښود(Donor/Producer: هغه کرکټر چې په نکلونو کې اتل يوه عمل ته هڅوي او لارښوونه ورته کوي؛ ژباړن)، مرستندوے، شهزادګۍ او پلار يې، استازے(قاصد/ Dispatcher: چې اتل ته د شهزادګۍ يا برعکس پيغام رسوي؛ ژباړن)، اتل، درغل اتل(False hero)

 د پروپ په اند، هره کيسه د عمل پر همدې دايره(Sphere of action) څرخي۔ مهمه دا ده، چې نوموړے بډاتل، اتل، شهزادګۍ يا مرستندوے ته د کرکټرونو پر ځاے نقشونه وايي او دا ښايي له دې امله وي، چې په دوديزه توګه کرکټر انفراديت ته وايي او هر کرکټر خپل يو شخصيت لري؛ خو د کيسې په عمل کې تر شخصيته د کرکټر عمل مهم نقش لوبوي۔ مثلا “اتل” يو نقش دے، چې په “اوديپ ريکس” کې يې د “اوديپ”، په “هيملټ” کې يې د “هيملټ” او په “راجه ګده” کې يې د “قيوم” شخصيت ته لار هواره کړې۔ دا درېواړه د بېلو بېلو شخصيتونو خاوندان دي۔ اوديپ په ناپامۍ کې خپل پلار وژلے او مور سره يې واده کړے، هيملټ د پلار پر قتل خپه، د مور له چلنده خواشينے او د غچ وږے کس دے او قيوم د معاصر ژوند، انساني اړيکو او خواهشاتو له بې ماناتوب نه خبر او نهيلے شخص دے؛ خو په پاسنيو درېواړو کيسو کې دا ځانګړي شخصيتونه نه دي، بلکې د اتلانو په توګه د دوے عمل د دوے تر شخصيتونو مهم دے۔ يعنې دا د دوے انفرادي شخصيتونه نه دي، چې د کيسې بهير پر مخ وړي، بلکې دا د کيسې په عمومي چاپېريال کې د دوے عمل يعنې اتلوالے دے، چې کيسې ته يې د کيسې ماهيت ورکړے۔ (د دې ټولو بحث نڅوړ دا دے، چې د کيسې کرکټرونه د خپلو شخصيتونو له مخې نه، بلکې په کيسه کې مخکې له مخکې له خپل ټاکلي نقش يا عمل نه هستېږي۔ د اتل نقش په کيسو کې معلوم دے، چې کومې ځانګړنې لري؛ نو دې نقش ته چې هر کرکټر راځي، بايد دا ځانګړنې ورخپلې کړې؛ ژباړن)۔ واقعيت دا دے، چې په کيسه کې عمل له واړاندې معلوم او ټاکلے وي، شخصيتونه لکه اوبه د دې لوښي رنګ اخلي۔ د پروپ په اند، يو کرکټر د عمل په څو دايرو او څو کرکټره په يوه دايره کې متحرک وي۔ په کيسو کې د عمل دايرې محدودې او ټاکلې وي؛ خو کرکټرونه او شخصيتونه بېشمېره وي۔ په بله وينا، نقشونه خپلواک او ثابت او په دې پورې نه وي تړلي، چې څوک يې څنګه لوبوي۔ آن د اتل د نقش لپاره انسان شرط نه دے۔ د هندي کيسه ليکوال امرت راے په کيسه “اندهي لالټين” کې “ړوند لالټين” اتل دے، چې په کيسه کې مرکزي نقش لري۔ په يوه کوڅه کې راځوړند، د ژوند ننداره کوي او لوستونکے په خپله تجربه کې له ځان سره شريکوي۔ د رفيق حسين د کيسو اتلان انسانان نه، حيوانات دي۔ رشيد امجد په کيسه “ليمپ پوسټ” کې د کوڅې څراغ د اتل خويونه لري، احساس لري، غبرګون ښيي، د ښو او بدو توپير کولاے شي او له مخې يې عمل کوي۔ 

د کيسو له نقشونو موخه دا ده، چې د ټولو کيسو په تل کې يو انتزاعي نظام يا رغښت موجود دے، چې بېل تصور يې شونے دے۔ دا د يوې کيسي ځانګړنه نه ده، بلکې هره کيسه له دې انتزاعي رغښت پرته نشي تصورېداے۔ په اصل کې دا په ژبه کې همغه د سوسور د لانګ او پارول تيوري وه۔ (رغښتوالې بشري او طبيعي علومو ته سرايت وکړ او دا د رغښتوالې د بين الرشته يي اړيکو پالنه ښيي؛ ژباړن)۔ لانګ يو کلي انتزاعي نظام او پارول(وينا) يوه فردي او مادي څيز دے۔ فورماليستانو په اصل کې د کيسو د لانګ يا ګرامر د موندلو هڅه وکړه او دا يې روښانه کړه، چې د لانګ او پارول ترمنځ چې کوم تړاو دے، همغه تړاو د کيسه ليکنې د اصولو او کيسې ترمنځ دے۔ (په دې لړ کې نور مهم کار فرانسوي رغښتوالو وکړ)۔ (دلته وينو، چې روسي فورماليستانو د ادب د ماهيت لپاره د سوسور د ژبنۍ تيورۍ نه استفاده وکړه۔ وروسته چې رغښتوالو په ادب کې کوم مهم کارونه وکړل، له يوې خوا يې له سوسور نه استفاده وکړه او له بلې خوا يې له فورماليزم نه)۔ 

د فورماليستانو، په تېره د پروپ دويمه مهمه موندنه د کيسې(Fabula) او پلاټ(Sjuzhet)ترمنځ توپير و۔ “کيسه” د پېښو ټولګه ده، چې نکل کېږي۔ پلاټ د پېښو مرتب او مربوط بيان دے۔اے ايم فاسټر هم د کيسې او پلاټ پر توپير کار کړے دے۔ نوموړي د ناول بنسټ پر کيسه کېښود: 

“د ناول بنسټ کيسه ده او کيسه د هغو پېښو بيان دے، چې د مهال په پرله پسې لړ کې پېېل شوې وي۔” 

او د پلاټ په اړه يې وويل: 

” پلاټ هم د پېښو بيان دے، چې پر علتيت پکې ټينګار وي۔ “

نو کيسه د مهال په تسلسل کې روايت شويو پېښو ته وايي او پلاټ دا پېښې له زماني تسلسل سره سره د علت و معلول په لړ کې پېي۔ مثلا: دا جمله” باچا ومړ، بيا ملکه هم مړه شوه” کيسه ده او دا وينا چې “چې باچا مړ شو، په غم کې يې ملکه هم مړه شوه” پلاټ دے۔ په لومړۍ جمله کې يوازې مهالي ترتيب موجود دے؛ خو په دويمه کې د پېښو مهالي ترتيب د علت تابع دے۔ د فاسټر د کيسې او پلاټ توپير په اصل کې د ناول او نه ناول توپير دے۔ په ناول کې د پلاټ شتون او پېښو مهال او علتي ترتيب لازم دے۔ که دا ترتيب نه وي، کيسه به وي(لکه پخواني حکايتونه او ولسي کيسې)؛ خو ناول (او لنډه کيسه) ورته نشو ويلاے۔ د فورماليستانو د کيسې او پلاټ د توپير تصور د سوسور د نښې له تصور نه پور شوے۔ سوسور نښه په دوو برخو ووېشله، يو دال او بل مدلول۔ دال د نښې لفظي او مادي بڼه ده او مدلول يې ذهني او او تصوري خوا ده۔ دال ښکاره او فيزيکي دے او مدلول پټ او انتزاعي۔ دال د يوه څيز ژبنے ځرے دے او مدلول د يوه څيز تصور۔ په کيسه ليکنه کې پلاټ دال او کيسه مدلول دے۔ پلاټ د کيسې استازي کوي او له انتزاع نه يې راباسي۔ په دې توګه کيسه هغه بنسټي منځپانګه يا برخه ده، چې روايت پر مسلطبېږي او پلاټ جوړوي۔ فاسټر د کيسې او پلاټ ترمنځ اصلي توپير د علتيت ښودلے و، فورماليستانو د پلاټ تر دې ښه تعريف وکړ او د بيان(روايت) تخنيکونه او طرز يې هم پرې ورګډ کړل او ټينګار يې وکړ، چې ناول او لنډه کيسه هممهاله کيسه او پلاټ لري۔  

نور بيا

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)