دغه صفحه پرنټ کول

له ځمکې وښویېدو (لنډه کیسه)

29 وری 1399

پرون څه بل شان پېښه وشوه. په گاډي كې سپور وم، لږ څه راباندې ناوخته و. د خپل معياري سرعت نه لږ زيات په سرعت تللم. په هغه كږلېچ كې چې د ماهيپر د تنگي گولايي ته ورته و، مخامخ بل گاډى راغي. پوه نه شوم، خو يوازې په يو درز پوه شوم. احسا س مې كړه چې كومه پېښه خو وشوه. خو نور بيا په ځان ونه پوهېدم. ډېر وروسته مې ځان په روغتون كې وموند، برېښېده چې كومه سخته ضربه مې ليدلې ده، ځكه عادي او معمولي پېښه نه وه. بيا په روغتون كې گورم چې سترگې مې د كوټې چت ته نيولي دي. دوه سپين، سپين‌كالي چې شونډكونه يې هم تړلي دي، لاس په لاس كې نيسي نور بيا نه پوهېږم. 

****

نيمه شپه دوه نور كسان راځي وايي، زه ولاړ شه كور ته دې ولاړ شه، كار او دندې ته دې ولاړ شه. تا خو به ويل چې «انسان د اختيار خاوند دى. كله چې نړۍ ته راشي خپل ځان پخپله جوړوي.»لاړ شه او ځان دې جوړ كړه. دونيا دې هم جوړه كړه اوبرخليك دې هم. زه ورته ځير يم خو دخبرو مجال راسره نشته يوازې دهغو خبرى اترې اورم. بيا يو بل ته گوري، مسكي كېږي، يو بل ته غلي وايي: «همدی و، چې ډېره سارتربازي* به يې كوله. هر وخت به يې د سارتر او هایدگر قولونه لاندې باندې كول.» 

بل وايي: «هو همدی و، همدى پخپله وو.»

بيا راته وايي: «ته اوس د اختيار خاوند يې، ولاړ شه، بېرته دې نړۍ ته ورستون شه.» خو زه په خپل ځاى پروت يم. فكر كوم څو ورځې تر مخه مړ يم او له مرگه وروسته يې دلته راوړى يم. دلته يې ځاى په ځاى كړي يم. فكر كوم دا د سپينو كاليو خاوندان چې پوزونه يې تړلي دي، پرښتې دي چې په گور او په بله دونيا كې د انسان د ښو او بدو اعمالو جاج اخلي. خو دوی بيا هم ټينگار كوي چې ته خو د اختيار خاوند يې. د خپل ځان مالك يې، ولي نه درومې؟ ووځه دونيا ته وگوره. خپل ماشومتوب راته سترگو ته درېږي، چې له مشرانو مې اورېدل چې ويل به يې كله چې انسان له دې دونيا رخصت شي، نو په بله دونيا كي ورته په لومړۍ شپه، دوه كسه راځي چې څېرې يې يا د جوج ماجوج او يا د پيريانو وي. ناشولته قوارې لري، چې بنده وډاروي. په دوی يې د پرښتو نوم ايښی دی. همدا خبرې مې يو وار بيا ذهن ته راځي. فكر كوم چې دا هماغه بلاگان دي چې گرزونه او قم چيني هم ورسره دي؛ خو بیا مې فكر ته راځي چې كېداى شي دوي هم د لويو اهريمني ځواكونو سره كوم خپلوي او خون شريكي ولري؛ خو زه چې لا په همدې تصوراتو كې لاهو يم.

بله يې وايي: «ورشه وغړوه سرگې د جهان ننداره گوره!» 

كه بل هېڅ شی دې ونه موند، د حيوان ننداره گوره، خو زه چې د څه ويلو زړه نه لرم له ځان سره وايم؛ خو اوس ستا ننداره گورم. بل تن يې وايي : «هغه حيوان چې په دوه پښو په لاره د خياله كوږ ځي. هغه وگوره» خو زه د دوى په ملنډو او كترو پوهېږم. پوهيږم چې دوی اوس په مړو ملنډې وهي. په كايناتو او د انسان په زور او ځواكمنۍ هم ملنډې وهي. خو په دې مې لا سر خلاص نه دى او دا لا راته ذهن ته نه ده راغلې چې دا عجیب الخلقه كسان هم د انسان د ذهن مولود دی. 

دواړه له ځايه ليري كېږي. يوازې پاتې كېږم. د هغو په ليري كېدو سره ځان په كوټه كې نه مومم؛ بلكې په لويه دښته كې ځان وينم. وينم چې سړكونه شړ پراته دي. له كورونو د پخلي اواز نه را ځي. د موسيقۍ اواز نه راځي. بازار هم بند دی، جوماتونه او عبادت ځايونه هم تړلي دي. كلي او ښارونه ټول شړ دي، د ځمكي كره لكه له ښوینده کنګل هواره یا ځوړ داسې ښکارېږي. لکه انسان ترې له دې دنیا یوې بلې دونیا یا سیارې ته ښوېیدلي وي او هېڅ اثر ترې نه دی پاتې. انګېرم چې نړۍ د انسان تر پيدايښت مخکې حالت ته ورګرځېدلې ده او یو ځل بیا پرې حیواناتو او ځناورو واکمني پيل کړې. دا ټول فکرونه مې په سر کې ګرځي راګرځي. وروسته بیا زه د روغتون پر ځای ځان په یوه ګور کې وینم. شاوخوا مې نمجن دیوالونه ولاړ دي او انګېرم چې له ماهیپر نه ښکته د ځمکې تل ته رغړېدلی یم، یا له روغتون نه يې دلته راوړی یم او پر ځان هېڅ نه یم پوهېدلی. خپل وجود ته مې ګورم او بیا پوښتنه راسره پيدا کېږي، چې زه په دا درست عمر کې په ځان پوهېدلی وم؟ څوک ځواب نه راکوي، دلته یوازې پوښتنې کېږي او ملنډې راباندې وهل کېږي. زه په دښته كې روان يم كله تم شم خو له ليري ځايه يو ټولگي خړ خړ بنيادمان برېښي، ورته ځير كيږم، غواړم ورشم خو داسې برېښي چې هغوی زما په لور رادرومي؛ خو كه دوی رانږدې شي، ترې وبه پوښتم چې دا كوم ځاى دى. يو تن مې مخې ته درېږي، راته وايي څه دې ورك كړي دي؟ 

ــ نه بل څه خو مې نه دي ورك كړي، نو څه شى؟ 

ــ هسې ما ويل كه دا ځان پيدا كړم. 

ترې پوښتم: «هغه ليري غونډوسكه خلك څوك دي؟» 

وايي: «ولې ته نه پوهېږي؟ هغوی ارواح دي. هغوى هم ځان ورك كړى دى، ځكه نه پوهېدل چې څه وكړي.

نو په ځان بايد پوه شوي واي؟» 

هغوى بايد په دې پوه شوي واي چې هر څه دوی جوړ كړي او هم دوى يې جوړوي. تقدير او برخليك، ښه او بد، خير او شر او هغوې چې په تا يې ملنډې وهلې، هغوى هم. نو ته له كومه خبر شوې چې هغوى پر ما ملنډي وهلې؟ زه له تا سره مل وم، ما يې اكر ليدل.

ــ نو ولې يې داسې ملنډې وهلې؟ 

ــ دا ځكه چې هغه هم ستا او زما د ذهن په ورشوگانو كې رالوي شوي وو. 

بيا پوښتم: «ايا په دې ښار او ماحول كې بنيادمان نشته؟» 

راته كړي: «نه اوس ښار د ارواحو ښار دي. انسانان په خپل ځان بوخت دي، چې ځان پيدا كړي. د ځان موندنه او پېژندنه اوس له هر څه اړينه شوې ده.» 

شېبه وروسته مې سر وڅانډه، ځان مې یوازې احساس کړ؛ خو نه پوهېږم چې ټول ځانونه يوازي احساسوي اوكه نه ! او د خپل فرديت په وجودي ازمايښت بوخت دي اوكه نه !؟

۲۰۲۰/اپرېل/۱۳

* منظور ژان پل سارتر، د وجودي فلسفې سرلاری

 اکبر کرګر

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)