په طوفان کې راایساره نجلۍ

28 غبرګولی 1399

لیکوال: بن لوري 

ژباړن: عبدالوکیل سوله مل 

له ورځونه یوه ورځ یوه نجلۍ په طوفان کې ورکه شوې وه. اخوا او دیخوا لاړه او راغله، چې د خپل کورلار ومومي. خونه توانیده، ځکه آسما ن ښه پوره تیاره واو باران هم ښه په شړک اوریده . نجلۍ په خپل دایره کې شاوخوا تله راتله، چې ناببره ېې له غیږ 

زورورلاسونه راوګرځیدل، سپکه ېې واخیسته او له ځانه سره ېې یووړه.

نجلۍ چې سترګې راوغړولې په یوه لوی کټ کې هوسا غزیدلې وه. چپرکټ خورا ګرم او تود و. دمخه ېې بخارۍ لګیدلې وه. په هغې پرته نرمه بړستن ښه ګرمه وه. نجلۍ اوس پوره وچه شوې وه. د خونې شاوخوا ته ېې وکتل. دیوالونه په ښکلو تصویرونوپوښ شوی وو. په میز د چایو ډکه پیاله هم ایښې وه.

نجلۍ غږ کړ: 

ـ سلام، څوک دلته نشته؟ سلام!

له دروازې سره یو تن راڅرګند شو. له هماغه ځایه ېې په خندا او مهربانۍ نجلۍ ته وکتل، ویی ویل:

ـ ښه یاست؟ 

د نجلۍ حال ښه او طبعه ېې جوړه وه. له سړی سره تر ډیرې مودې ترهغې پاتې شوه چې هر څه ېې په دم کې شول. بیا یی سړي ته مخ ورواړاوه او ویی ویل: 

نور نو د دې وخت رارسیدلی چې کورته لاړه شم .

او له دې سره د خپلو کالیو په راټولو بوخته شوه. خو کله چې دروازې ته ورسیده، دباندې ېې ولیدل چې، باران نه دی ولاړاو لاهم د تیرپه څیر شړکنده اوري، بیرته راوګرځیده.

دې ستونزې  کلونه دوام وموند څوچې نجلۍ پوره زړه شوه. دغه وخت کې ېې له دروازې سره په دیوال په هغې کیلۍ سترګې ولګیدې چې باران ېې درولی او ورولی شو. همالته ودریده .بهرېې دورځې ښایستوکې رڼا ته کتل. بیا یی کوچنۍ کیلي ته سترګې واوښتې. له کړکۍ دباندې دالوتونکو مرغانو دالوتنو ترپا او غاړوته غوږونه څک کړل. بیرته ته راستنه شوه، په کټ کې وغزیده.

په هما غه شپه سړی بیا له خوبه راجګ شو. پوښتنه ېې وکړه:

ـ باران دریدلې؟ په خوب کې خو مې همداسې ولیدل!

نجلۍ لاسونه ترې چاپیر کړل، ټینګ په غیږ کې ونیو: 

ـ کیدای شي شي دریدلې وي،خو اندیښنه مه ورته کوه، هرڅه سم دي.  

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)