د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د ۶۳۴.۶ میلیونه افغانیو کرنیزو پورونو خبر ورکوي.

29 غبرګولی 1399

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرنیزو پورونو منظوري کميټې جلسې کې د معلوماتو وړاندې کولو او د کمیټې غړو ته قناعت بخشه ځوابونو ویلو وروسته ۶۳۴.۶ میلیونه افغانیو کرنیز پورونه ومنل شول.

هغه وویل په ټوله کې درې ډوله پورونه تأیید شوې، یو ډول یې د مالي موسسو اړوند دي چې تر پنځو کلونو وخت لري او هر کال به اتو ولایتونو کې له زرو کروندګرو زیات ورڅخه برخمن شي.

د رستمي په خبره د پور دوهمه برخه د خوړو د تولید یوې فابریکې پورې اړه لري چې د پور له پیسو به د ماشین الاتو او اوړو اخیستلو برخه کې کار واخیستل شي.

او د پور درېیمه برخه هم په یوې سیلو پورې اړه لري چې د اوړو جوړولو لپاره د غنمو اخیستلو برخه کې ګټه تر اخلي.

دا پورونه د کرنیز پراختیا صندوق له‌خوا چې یو دولتي مالي غیر بانکي بنسټ دی او کرنې وزارت د رهبرۍ لاندې فعالیت کوي ورکول کېږي.

سوداګریز کروندګرو او کرنیزو متشبثین ته د پور ورکړې خدمتونه، مالي منځګړیتوب او مستقیم پورونه، د افغانستان کرنیز پراختیا د دې صندوق له مهمو دندو څخه دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)