په نړۍ کې د ميليونرانو شمېر درې چنده زیات شوې

30 غبرګولی 1399

د وروستيو څيړنو له مخې په نړۍ کې د ميليونرانو شمير د شلو کلونو هاخوا په پرتله درې چنده زيات شوی دی. په دغه موده کي په آلمان کي د ميليونرانو شمير دوه برابره شوی دی.

د «بوستون مشورتې ډلې» د راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، په تيرو شلو کلونو کي په نړۍ کي د ميليونرانو شمېر درې برابره شوی دی.

د مشورې ورکولو دغه ستر امریکاي شرکت د «نړیوالې شتمنۍ» په شلم رپوټ کي لیکلي دي چي د ۲۰۱۹م کال په پاي کې په نړۍ کي ۲۴ ميليونه کسان د يو ميليون ډالرو په ارزښت يا تر هغه زیاتو شتمنۍ لرلې، چې دا ۱۹۹۹م کال په پرتله له مخې درې برابره زياتوالې ښيې.

په دغه څيړنه کې نغدي شتمني، په بانک کې سپما، ارزښت لرونکي پاڼې، ونډي، پانګه اچونه، د عمر بیمه، د تقاعد حقوق او نورې کوچنۍ شتمنۍ په پام کې نيول شوې دي.

د دغه رپوټ له مخې په وروستيو ۲۰ کلونو کې په نړۍ کې په ټوليزه توګه شخصي شتمنۍ کابو درې برابره زیات شوې، چې په ۱۹۹۹م کال کې له اتيا تريليون ډالرو څخه په ۲۰۱۹م کال کې ۲۲۶ تريليون ډالرو ته زياتي شوي دي.

د دغه راپور له مخي په ۲۰۱۹م کال کي په ټوله ايزي توگه د ټولي نړۍ د شتمنۍ ۵۰ سلنه شتمني د ميليونرانو په اختيار کي وه.

په آلمان کې د فقيرو او شتمنو خلکو تر منځ واټن

په دغه رپوټ کې راغلي چې آلمان د اروپا د ستر اقتصادي ځواک په توګه ۴۰۰ زره ميليونران لري. په دې ډول په ۲۰۱۹م کال کي آلمان د ميليونرانو په برخه کي اووم مقام درلود. په دغه هیواد کې په وروستيو شلو کلونو کي د ميلونرانو شمير دوه برابره زيات شوی دی.

د هغو کسانو له پلوه چې تر۱۰۰ ميليونه ډالره زياته شتمني لري، آلمان تر امريکا او چين وروسته دريم مقام لري. په آلمان کي د دغه شان کسانو شمېر په ۲۰۱۹م کال کي ۲۴۰ وو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)