يوه آلماني ولي خپل د مور جسد پنځه کاله په کور کي ساتلی وو؟

31 غبرګولی 1399

داسي ښکاري چي د جرمني په بادن وورتمبیرګ ایالت کي یوه ۵۵ کلن سړي خپل د مور جسد له کلونو راهیسي په خپل کور کي ساتلی وي، څو له دولت څخه د هغې د تقاعد معاش تر لاسه کړي.

لویې څارونوالۍ او پولیسو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی دی چي ګاونډیانو دغه ښځه له ډیره وخته نه وه لیدلې او له همدې کبله یې پولیسو ته خبر ورکړی وو.

کله چي پولیسو نوموړی ۵۵ کلن په خپل کور ونیو، نو د پوښتنو ګرویږنو پر وخت یې ضد و نقیض دلایل وړاندي کول، دا کار د دې سبب شو چي د هغه د مور جسد بلاخره پیدا شی.

د چارواکو په حواله جسد  د بروخزال په سیمه کي د هغه د کور په لومړي پوړ کي پروت وو. د مړې شوي ښځي زوی اقرار وکړ چي مور یې تقریباً پنځه کاله مخکي د ۲۰۱۵م کال په اګست کي د ۸۶ کالو په عُمر مړه شوې ده. هغه تر اوسه پوري د خپلي مور د تقاعد په معاش ژوند کاوه دا ځکه چي په خپله یې هیڅ ډول عاید نه درلود.

د عدلي طب د تحقیقاتو له مخي د جسد وضعیت د مړیني له وخت سره مطابقت لري.

د لویې څارنوالۍ او پولیسو په حواله، د هغې د مړیني علت تر اوسه پوري سړی په قاطع ډول نه شي معلومولای. په دې اړه به پلټني ادامه پیدا کړي.

ویل کیږي چي د نورو ترڅنګ به په جعلي ډول د تقاعد د معاش د اخیستلو د تور په هکله هم پلټني ترسره سي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)