ایټالیوي متخصص: ممکن د واکسین تر جوړېدو مخکې کرونا وبا ختمه شي

02 چنګاښ 1399

یو ایټالیوي متخصص، ډاکټر متیو باستي د کرونا ویروس د ځواک کمېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې ممکن د کرونا تر واکسین مخکې یاده وبا په خپله له منځه لاړه شي. نیویارک پوسټ د نوموړي له قوله راپور ورکړی دی چې د کرونا ویروس ګواښ مخ په کمېدو دی او ښایي په لنډه موده کې له منځه لاړ شي. هغه زیاته کړې، په روغتیایي برخه کې د ده لسګونه کاله تجربه ښیي چې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس ځواک خورا کم شوی دی او په خبره یې حتی ۸۰ او ۹۰ کلن کسان هم د تنفسي الاتو له مرستې پرته ساه اخلي او بستري کېدو ته اړتیا نلري. هغه د یاد ویروس د ضعف لامل پر دې ویروس د اخته کېدو د مخنیوي په موخه د روغتیایي سپارښتنو عملي کول بللي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)