کورونا ولې راغله

07 چنګاښ 1399

له کوم وخته چې نړۍ پیدا شوې کرونا ته ورته پیښې او وباګانې څو څو ځل تکرار شوي، چې په هر عصر کې يي خپله اندازه انساني ناورینونه رامنځته کړي چې لامله يي په زرهاو انسانان له منځه تللي.

د کرونا په اړه ګڼو بیلابیلو د علماء کرامو، لیکوالانو، مدني فعالانو او ډاکترانو ډلو خپلې لیکنې کړي او هرې ډلې او شخص د خپل لید لوري په اساس یو څه لیکلي، مګر زه چې، هغه د کلیوالو خبره نیمه ملا ټیپی او معتدل انسان یم په هر کار کې د الله جل جلاله په حکمت او د هغې په لاملونو پسې څراغونه رڼا کوم، ددې کار څخه مې موخه دا وي چې، څنګه وکولای شم په ټولنه کې د انسانیت لپاره  کار وکړم او انسان د مرګ څخه وژغورم، له نیکمرغه چې همدا مو د اسلام مبارک دین غوښتنه هم ده.

لومړی باید تاسې ته دا زیری درکړم چې کورونا ویروس ( COVID-19) به ډیر ژر له منځه لاړ شي، ځکه چې د نړۍ د پیدا کیدو سره سم الله جل جلاله خپل سنت (قانون) هم پیدا کړ، یو له سنتو يي دا دي چې وبا ډیر وخت په ځمکه نه پریږدي.

اوس اصل پوښتنې ته راځم او هغه دا چې موږ خو د الله جل جلاله مخلوق يو په موږ ډیر خفه کیږي موږ ورته ډیر ګران یو، نو بیا ولې داسې یو عذاب؟

د داسې پوښتنو لپاره د هرې سیمې او هیواد خلکو خپل خپل د لیلونه وړاندې کړي، د بیلګې په توګه: په چین کې په مسلمانانو د کمونیستي رژیم ظلمونه او شکنجې، او د چینایانو تر حد هاخوا مردارخورګي.

سوریايي عالمان بیا وايي: دا د هغې پنځه کلنې آه دې چې ویلي وه زه به مو خپل رب ته له تاسې شکایت کوم، همداراز د ګڼو نورو هیوادونو نخبګانو خپل نظرونه او اندیښنې وړاندې کړې.

خو کله چې ما د خپل ګران هیواد افغانستان په اړه فکر وکړ چې وبا ولې راغلې نو سترګو ته مې خپل ټول هغه عزیزان مخې ته نیغ ودریدل چې په بمونو يي کینول، د ملي اردو عسکرو زخمیو او مړو ته يي اور واچولو، د ړندو بمباریو لامله زموږ ډیری بې ګناه هیوادوال شهیدان ول، د پلرونو د نعمت څخه يي داسې ماشومان بې برخې کړه چې هره ورځ د خپلې مور څخه پوښتنه کوي، ایا زه مې په پلار ګرانه وم؟ بس مړه د ظلم او وحشت کوم داستان به درته بیانوم، خو دا ویلای شم چې د کومې افغانې ماشومې یا مور آه الله اوریدلی دی، ځکه الله هر ناروا کار ته مهلت او وخت ورکوي خو د ظلم او وحشتونو موده بیا لنډه وي

په هر صورت، باید فکر وکړو او په ټولنه کې خپل فردي او اجتماعي مسؤلیتونه وپیژنو او د کرونا دغه ازموینه کې له استقامت او صبر څخه کار واخلو او د خپل حکومت او صحي ارګانونو توصیو او لارښوونو ته غوږ ونیسوو، پلې يي کړو او تر څنګ په کور کلي کې عامه پوهاوي ته شپه او ورځ کار وکړو.

له کرونا مو څه زده کړه:

زما په اند دوه نقطې چې لمړنۍ يي ډیره خوښوونکې ده او دویمه يي ډیره ویروونکې او تباه کوونکې ده

  1. لومړی:

په ټولنه کې وژل شوی انسانیت يي بیرته راژوندی کړ.

په دې يي وپوهولو چې کله یو انسان په ټولنه کې اوسیږي، د فردي مسؤلیت ترڅنګ ټولنیز مسؤلیت هم پر غاړه لري.

کرونا راته د ټولنې ريښتینې تعریف وړاندې کړ، موږ فکر کولو چې ټولنه یواځې هغه محدوده ده چې زما خپل کلي یا هیواد پورې تړلې وي، مګر داسې نده، بلکې انسانیت یوه ټولنه ده او انسانان يي غړي دي (که مو د چین هیواد سره د کرونا په مخنیوي کې مرسته کړې وې نو نړۍ به ترې په امن پاتې شوې وه).

د کرونا د راتګ سره، ټولو انسانانو پاکوالی مراعت کړ او نورو ته يي هم د نظافت سپارښتنې وکړې (پاکوالی د ایمان یوه برخه ده).

د قرنطین له عذابه خبر شو، او د خپل کور ښځینه مو درک کړې.

کرونا راته د دولت، سیاسي څیرو، شتمنو، مدني فعالانو، او د ولسونو په مینځ کې د ولس خواخوږي او بدبینه اشخاص راوپیژندل. 

  1. دویم:

هسې نه چې کله قیامت وي خو بیا هم افغانان رشخند ووهي، چې الله مکړه اخره خاتمه به مو برباد شي.

په داسې وضعیت کې یواځې حکومت مسؤل ګڼل.

د قیامت ورځ يي راپه زړه کړه (مور د زوې، زوې د مور، خور د ورور او پلار د بچیو څخه په تیښته کې و).

فرض کړه د وبا دغه حالت پر افغانانو قیامت و، له بده مرغه بیا هم ځینو کسانو د مړي سر ته پراټې لټولې.

عتیق الله ژمن

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)