په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي په کندز ولایت کې د حکومت ۲۰ تنه سرتېري له بنده خوشې شوي دي.

10 چنګاښ 1399

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ماښام پر ټویټر لیکلي دا خبره کړې ده.

دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو د هغې لړۍ په دوام کېږي چې د سولې بین‌الافغاني خبرو ترسره کېدو لپاره پیل شوې ده.

تر اوسه پورې افغان حکومت شااوخوا څلور زره وسله‌وال طالبان له بنده خوشې کړي او وسله‌والو طالبانو بیا تر ۵۰۰ ډېر افغان ځواکونه له بنده خوشې کړي دي.

طالبانو داسې مهال د نویو ۲۰ کسانو د خوشې کېدو خبره کړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی تخنیکي ډله د پاتې طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار کوي.

د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره باید افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او وسله‌وال طالبان باید زر تنه افغان سرتېري چې له دوی سره په بند کې دي، خوشې کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)