د پروان کوه صافي ولسوالۍ پرمرکز د طالبانو ډله‌ییز برید

10 چنګاښ 1399

د پروان امنیتي مسوولین د دغه ولایت کوه صافي ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو له ډله ییز بریده خبر ورکوي.

د امنیه قومندان، هارون مبارز نن وايي چې کابو ۲۰۰ طالب وسله والو د سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړ.

نوموړی څرګندوي چې تر اوسه ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي او سیمه ییزو پاڅون کوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

ښاغلی مبارز وايي برید تېره شپه ۱۱:۰۰ بجې له څو خواوو پر پوستو پیل شوی.

د امنیه قومندان په خبره چې اوسمهال وضعت د سیمه ییزو پاڅون کوونکو په کنټرول کې دی او طالبان تېښتې ته اړ دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)