پکتیا کې د دوو قومونو ترمنځ نښته کې ۷ تنه وژل شوي

10 چنګاښ 1399

د پکتيا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ په وسله واله شخړه کې دواړو غاړو ته لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

د ډنډ پټان ولسوال عيد محمد احمدزي نن سې شنبه رسنبو ته وويل چې دغه جګړه پرون د دغې ولسوالۍ د ”سربدالي‟ په سيمه کې د منګلو او خروټو د قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر شوې ده.

هغه وويل چې په جګړه کې د منګلو له قوم څخه څلور او د خروټو له قوم نه درې کسان وژل شوي خو زياته يې کړه چې جګړه درېدلې او وضعيت کنټرول شوی دی.

په همدې حال کې د ”نورالله په مستعار نوم‟ د سيمې يوه اوسېدونکي  وويل، دغې نښتې چې څو ساعته يې دوام وکړ، دواړو غاړو پر يوه او بل ښې درنې او سپکې وسلې وکارولې.

ځايي حکومتي چارواکي وايي چې د ځمکې او غره پر سر ياده لانجه څو ځله حل شوې هم وه، خو ادعا لري چې په سيمه کې د وسله والو طالبانو په لمسون دواړه قومونه بيا جګړې ته هڅول شوي دي.

طالبانو د پکتيا د ډنډي پټان ولسوالۍ د يادو قومونو ترمنځ په پرونۍ جګړه کې د ښکېلتيا او يا لمسون په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې د ځينو نورو قومونو ترمنځ په لانجونو کې لاس لرل رد کړي وو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)