سوله: دلایل یي موږ څرګندوو قضاوت یې تاسې وکړئ؟

13 چنګاښ 1399

حمیدالله فیضي 

د امریکا د متحده ایالاتونو او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روان زیږدیز فبروري په ۲۹مه د سولې تړون لاسلیک شو د هغه له مخې افغان حکومت باید نږدې پنځه زره طالبان له زندانونو ازاد کړي او طالبان تقریباً زر تنه د حکومت بندیان خوشې کړي.

چې له دې ټولګې څخه اوس مهال کابو ۴ زره د طالبانو بندیان د افغان حکومت له خوا له زندانونو آزاد شوي او طالبانو هم کلک ډاډ ورکړی چې د پينځه زره طالب بندیانو په آزادیدو سره به د یوې اونۍ په ترڅ کې بین الافغانی مذاکراتو ته لاره هواره شي.

ایا سوله راتلونکې ده؟

څرګنده ده چې سوله هم څو اړخونه لري یو يې بین الافغانی مذاکرات یا هم له طالبانو سره مخامخ ناسته او خبرې اترې، چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره تابیا ښودلې، بل یې د نړیوالو ژمنې او په حقیقت کې له دې پروسې څخه ملاتړ، د نړیوالو ابر قدرتونو هېوادونو په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالتونو له خوا د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان هېواد اړ کول چې طالبان مجبور کړي چې د سولې مذاکراتو ته حاضر شي،  بل اړخ یې بیا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو هغه غوښتنې او شرطونه دې چې پلي کول یې ستونزمن دي.

  1. د وسله والو طالبانو له خوا د هغو طالبانو د آزادیدو غوښتنه کېږي چې په لویو لویو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري؛
  2. وسله وال طالبان د افغان حکومت له شته نظام سره مخالفت لري او ټینګار یې پردې دی چې موقتی اداره دې رامنځته شي؛
  3. وسله وال طالبان غواړي چې پرته له دې چې د دوی له خوا د بندیانو آزادیدل په ډاګه شي دوی  د افغان حکومت زر تنه بندیان خوشې کوي؛
  4. وسله وال طالبان په نظام کې اصلاحات غواړي چې د دوی موخه د اصلاحاتو څخه لا څرګنده نه ده؛

خو په مقابل کې افغانستان ولسمشرۍ اداره بیا  

  1. د موقتي او سرپرستي ادارې رامنځته کیدا سره مخالفت کوي؛
  2. د تیرې ۱۹ کلنې دورې حکومتوالۍ د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي؛
  3. له وسله والو طالبانو سره نیغ په نیغه د سیمو او نړیوالو هېوادونو په شتون کې مذاکرات غواړي؛
  4. افغان حکومت هم اصلاحات غواړي او په دې اصلاحاتو د  چټکتیا او کارونو د ترسره کیدا غوښتونکی دی؛

دا چې نړیوال اوس څومره غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله ټینګه شي او څومره یې ذهن دې ته جوړ دی چې د افغانستان لپاره خپل ستراتیژیک ملګری پاکستان له لاسه ورکړي او د نوموړي هېواد غوښتنو ته غاړه کېږدي که څنګه؟ 

دا هغه پوښتنه ده چې لاهم څرګنده نه ده، ځکه چې تېرو کړنو ته په کتو نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالات اوس هم زړه نا زړه په پاکستان دباو راوړي حال داچې نه غواړي پاکستان په هغو اندازه دباو راوړي چې هغه په سیمه او افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له خپلو ستراتيژیکو غوښتنو وغورځوي.

پاکستان لاهم د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان د جګړې په دوام کې خپل ګټې لټوي او هېله لري چې دا ګټې نورې هم دوامدارې شي خو ترڅنګ یې په وسله والو طالبانو هم دومره نفوذ لري چې کولای شي هغوی سولې ته حاضر او یا یې هم جنګ ته وهڅوي.

یو شین چراغ شته چې کولای شي سولې ته هیلې زیاتې کړي هغه هم د اسلامي هېوادونو د اجماع د جوړیدنې په اړه هڅې او هاندونه او د دې ترڅنګ له جګړې څخه د افغان ولس کرکه، ټول افغانان اوس په دې راځي شوي چې یو څه له لاسه ورکړي خو سوله راشي.

نړیوالو هېوادونو همغږي هم شته چې په سیمه او افغانستان کې سوله راشی او افغان حکومت هم د دې لپاره په راتلونکو اونیو کې د سیمې له اتلسو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د سولې په مذاکراتو خبرې اترې لري، څو د دوی د ملاتړ په شتون کې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وشي.

د شواهدو او اسنادو پربنسټ او نړیوال بدلونونه د دې ښودنه کوي چې نور باید دا جګړه په دې سیمه کې راټوله شي خو هغه مهال راټولیدای شي چې افغانان په ځانګړي توګه د هېواد رهبري له خپل درک او دیپلماسۍ څخه کار واخلي او سیمې هېوادونو ته افغانستان په یوه ترانزیتي کواریډور بدل کړي او د سیمې ټول هېوادونه له دې لاسته راغلي فرصت څخه ګټه پورته کړي او خپل اقتصادي خوځښت چټک کړي.

د ولسمشر په خبره هم تم کېږو: چې نور په اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، نظامي او جګړه ایز حالت کې د بدلون راوستو لپاره چټګتیا ته اړتیا ده، ځکه چې د نړیوالو مرستو وروستۍ غونډه هم د جینوا کنفرانس دی، که چېرې دا چټکتیا ژر تر ژره رامنځته نشي بیا هغه فرصت چې له ۱۹ کلنې لنډ مهالې او ۴۰ کلنې اوږد مهالې جګړې وروسته افغانانو ته په لاس ورغلی بیا به له لاسه ولاړ شي.

د دې ځوریدلي او په اور سوځیدلي  ملت او د افغانانو د وینې د تویدنې د مخنیوي په موخه بیا افغانان  داسې یوې کندې ته مه غورځوئ چې له دې کندې څخه ژغورل يې ۳۰ کلونو نورو ته اړتیا ولري. د خدای د پاره لاسونه سره یو کړئ، پیسو پالنه او قدرت پالنه او واک ترلاسه کیدنه پرېږدئ، یوازې په دې فکر سره د سولې خبرو ته داخل شئ چې مونږ خپل کور ته سوله راوړو آن داچې خپل ژوند هم په کې له لاسه ورکړو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)