افغانستان

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره ځانګړي کمېټه جوړه کړي. ميرضيايف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، دغه کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږي کوي. نوموړي زياته کړه، دغه کمېټه به دغه…
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر وايي چې لومړۍ لوبه به نن مازدیګر پنځه بجې پيل شي. هغه زیاته کړه: "له خیره سره نن پنځه بجې د توفان هریرود او اباسین څپې لوبډلو ترمنځ لوبه پيلېږي." د غوره لیګ د نهم دور دا لوبې سږ کال له ځان سره افغان حکومت او طالبانو ته د سولې پيغام لېږدوي.…
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږه کوي او په دغه هېواد کې به د سیاسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي. ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ښایي د افغان حکومت او طالبانو د سولې د روانو خبرو د یو…
جنرال سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال د چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبانو بریدونه زیات کړي دي، دې ته د نړیوالې ټولنې پام دی او باید تاوتریخوالی راکم شي. کندهار ته په دې سفر کې له جنرال مېلر سره د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او لوی درستیز محمد یاسین ضیا هم ملګرتیا وکړه.
د ارزګان ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې ۲۸ افغان سرتېري وسله‌والو طالبانو ته تر تسليمېدو وروسته وژل شوي، خو طالبان وايي، دغه سرتېري مخامخ جګړه کې وژل شوي دي. د ارزګان د والي وياند زړګي عبادي خامه‌پرس ته وويل، دغه پېښه د دوشنبه په ورځ د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.…
ولسي جرګې د چهارشنبه په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ملکي هوايي چلند او جزايي کړنو په قوانينو کې د يو شمېر مواردو د تعديل او زياتولو په تړاو د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه رد کړل. د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ چې د ولسي جرګې عمومي ناستې له نېږدې څاري وايي، چې دوه فرمانونه پرون…
یاد موټر له خوست بلندمنزلو یو پارکینګ څخه تښتول شوی ؤ د امنیتي ځواکونو ته ژر خبراوي په صورت کې یې په لوګر ولایت پلعلم ښار کې موټر پیدا او خوست ولایت ته انتقال کړ، چې دوه کسان متهم د یو کلشینکوف او دوه میله توفانچو سره ونیول. په خوست ولایت کې یو تښتول شوی فرونر ډوله موټر چې د…
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو جلال اباد ښار کې د عملياتو پرمهال د داعش ډلې د ختيځ زون د هدفي وژنو د مسوول او يو ځانمرګي په ګډون څلور وسله وال وژلي دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، عمليات تېره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند بيزاکمالاتي سیمه کې شوي…
د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، راتلونکو ورځو کې پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به د افغانستان د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي. نوموړي دا خبرې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو کمېټې ته په وېډيويي کنفرانس کې کړې دي. عبدالله دغه راز ويلي چې په دوحه…
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاويد رسولي وايي، په پېژندپاڼو کې د مور نوم ليکل اختیاري دي او که څوک ونه غواړي پر پېژندپاڼه يې د مور نوم ولیکل شي، نه ليکل کېږي. رسولي نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم درج کول اختیاري دي او د الکترونیکي تذکرې…
د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې يې د دولتي ځمکې د غصب په تور لس کسان نيولي دي. دوی وايي، يادو کسانو دولتي ځمکه غصب کړې وه او اوس يې غوښتل چې ابادي په کې وکړي چې د پوليسو له لوري ونيول شول. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل، د دغه ولايت…