افغانستان

 د هېواد مشرانو جرګې دوهم مرستیال د حکومت د پرېکړو نه مننونکي باغیان وبلل او پر وړاندې یې د پوځي عملیاتو غوښتنه وکړه. د یادې جرګې دوهم مرستیال محمد آصف صدیقي وویل، که حکومت په دې برخه کې جدي چلند ونه کړي، نو ښایي په راتلونکي کې نور چارواکي هم د حکومت د پرېکړو پر وړاندې ورته چلند وکړي. دا…
د ننګرهار په اچین کې د داعشیانو په لاس د ‌‌‌‌‌‌وژل شویو ډله ییز قبر وموندل شو او د جسدونو جنازه یې وشوه.د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره ورځ یې امنیتي ځواکونو د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې د داعش وسله والو له لورې د وژل شويو ۹ تنو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز قبر پيدا کړی.د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي…
 د ملاتره خېل ورور هم هغه فرمان نه مانه، چې له مخې یې لرې کړل شوی و. د معلوماتو له مخې وروسته له دې، چې د کابل د ټولو امنیتي حوزو د آمرینو لپاره نوې ازموینه واخیستل شوه، نو د ولسي جرګې د غړي ملا تره خیل ورور شا وزیر هم له دندې ګوښه کړل شو، خو هغه په دې…
 پاکستان او روسیه د افغانستان په اړه خبرې کوي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د افغانستان په اړه خبرې کوي. د راپورونو له مخې دواړه لوري به سبا په مسکو کې سره ګوري. خواجه آصف د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمی…
 د برېتانیا د پوځ مخکیني مشر ریچارډز هرستمونسه له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له ۱۷ کلن حضور سره سره لا هم په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت کړکیچن دی. دده په خبره برېتانیا په افغانستان کې د ټرمپ له نوې تګلارې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري ورسره…
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره په دُبۍ کې افغان کرنیز محصولات په یوه نړیوال نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي دي.د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغه پنځه ورځني نندارتون کې چې پرون یکشنبه پرانېستل شوی و، ۱۲۰هېوادونه برخه لري او د افغانستان د زراعتي محصولاتو…
په پاکستان کې افغان سفیر وايي، دغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت د رئیس او د کورنیو چارو د وزیر د سفر موضوع تر اوسه پورې په منظم ډول تعقیبېږي.حضرت عمر زاخېلوال دا خبره تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه:"هغه سفر چې له کابله د ملي امنیت رئیس ښاغلي ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ښاغلي برمک درلوده،…
 د ملي وحدت حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د سمنګان ولایت د والي د وروستيو څرګندونو په اړه چې ویلي و، دی نه حکومت ټاکلی او نه یې هم حکومت د لرې کولو صلاحیت لري ویلي، د سمنګان والي او د جمعیت ګوند غړی عبدالکریم خدام په کار پوه او وړ شخص…
 د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود په ځانګړې بلنه سعودي عربستان ته تللی دی. د ملي امنیت شورا دفتر ویاند قادر شاه وایي، اتمر به د دې سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان له لوړ پوړو چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړي. نوموړي په دې اړه نور جزئیات…
 د اصلاحالاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار احمد ضیا مسعود د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش او ناوړو عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي نن په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې په پېژندپاڼو کې د وګړو هویت د لیکنې موخه د خلکو تر منځ نفاق اچونه ده او د…
 تر عطا محمد نور وروسته د سمنګانو لرې کړل شوي والي هم وویل، چې حکومت یې له دندې نه شي ګوښه کولی. پرون د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وویل، چې د ولسمشر په تاییدۍ د ځينو ولایتونو والیان له دندې ګوښه شوي دي. په دې ډله کې د سمنګانو لرې کړل شوی والي، عبدالکریم خدام هم شامل دی. خدام…