افغانستان

رپوټ: بیت الله میاخېلپه خوست کې د قومي مشرانو په هڅو د شمل قوم اړوند د دوو کورنیو ترمنځ پنځوس کلنه دښمني په دوستۍ واوښته. د یادې روغې د کمیسیون غړي وايي، چې دغو دوو کورنيو د ځمکې پرسر د کلونو راهیسې د یو بل په دښمنۍ کې ژوند تیروه، چې بالاخره د قومي مشرانو د هڅو په پایله کې…
 د زابل ولایت د ولایتي شورا غړو پرون له دغو شاوخوا ۶۰ کسه پاڅونوالو سره خبرې کړې دي. پاڅون کوونکو ویلي، موخه یې دا ده، چې له خپلې سیمې طالبان وشړي او د حکومت د حاکمیت ساحه پراخه کړي. دوی له حکومت وغوښتل چې د وسلو او تجهیزاتو په ورکړه کې مرسته ورسره وکړي. بل لور ته د زابل امنیه…
د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د افغان هوايي ځواک د بریدونو پر مهال ۲۳ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان هوايي…
د هرات چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د یوې برخې د پرانېستلو رسمي مراسمو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.دا مراسم د جمعې په ورځ ترسره کېږي.ټاپي، هند ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان د طبیعي ګاز د انتقال پروژې ته ویل کېږي.د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې…
 افغان سوداګر پاکستان ته د اوسپنې پر قاچاق اندېښمن دي. د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان ته د داغمه وسپنې قاچاق په دغه ولایت کې د اووسپنې د ویلي کولو یو شمېر فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخامخ کړې دي. د ننګرهار د سوداګریزو خونو رئیس شمس الحق مجاهد وویل؛ هره ورځ د وسپنې د…
د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو او معلولینو وزیر وایي، د شهیدانو د ورثې د بایومټریک چارو لومړني پړاوونه یې پیل کړه.فیض الله ذکي په کابل کې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو پر لور په نوم یوه سیمینار کې وویل چې د دې پروسې هدف شفافیت او د فساد مخنیوی دی.ښاغلی ذکي وایي، راتلونکې اوونۍ به په ټولو…
 د افغانانو بریا د دوی په یووالي کې ده. ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، ځینې کړۍ وايي چې افغانان یو ملت نه دی او دوی د واحد ملت په حیث د یو بل تر څنګ ژوند نه شي کولی. نوموړي دغو څرګندونو…
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، د برېښنايي تذکرو وېش یوه ملي موضوع ده او له دې ملي پروسې سیاسي ګټه اخیستنه د منلو وړ نه ده.نوموړی زیاتوي، د هغو اشخاصو او کړيو پر وړاندې به ودرېږي چې د برېښنايي تذکرو د وېش مخالفت کوي.امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنايي…
 طالبان د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په ارګ کې د وینا پرمهال پر طالبانو غږ وکړ، چې روانه جګړه نه شي ګټلی نو ښه به وي، چې د سولې خبرو ته مخه کړي. دده په خبره طالبانو ته په کار ده، چې له جګړې لاس واخلي، ځکه دغه…
 د هېواد ټولو سیاسي اړخونو ته په کار ده، چې تر شخصي او ژبنیو مسایلو وړاندې ملي مسایلو ته ارزښت ورکړي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال وویل، د هېواد دښمنان په کمین کې ناست دي او د هر واړه فرصت په رامنځ ته کېدو هڅه کوي افغانان په خپلو کې…
 افغانستان له بحران سره مخ دی او له دې بحران د وتلو لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي. د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د روسي پوځیانو دوتلو د ۲۹مې کلیزې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان له بحران سره مخ دی. دده په خبر امنیت خراب دی، امنیتي بحران دومره…