افغانستان

د پاکستان سوپر لیګ د افغانستان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو، مجیب الرحمان رحمان او طارق ستانکزي ته بلنه ور کړې چې په دې سیالیو کې ور سره یو ځای شي. د افغانستان کریکټ بورډ وایي، دغه لوبغاړي به نن د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو(PSL) کې د پیښور زلمي لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې یو…
د پکتیکا ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې له دې ولایت څخه حج ته د تلونکو کسانو سهم یا ونډه دي زیاته شي.دوی دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ارشاد حج او اوقافو په ریاست کې د حج ته د تلونکو کسانو تر منځ د قرعه کشي یا پچې اچونې پر مهال وکړې.د یادو کسانو…
د بریتانیا دفاع وزیر وايي، دې ته په کتو چې د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي، ممکن بریتانیايي پوځیان بیا مجبوره شي چې دغه هیواد ته لاړ شي. مایک پینینګ دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د عمومي قوماندان تر خبرو دوې ورځې مخکې وکړې خو رسنیو منعکس نه کړې. د غوڅ…
سره صليب د دغه ادارې د ۶ کارکوونکو د وژل کېدو او ۲ نورو د تښتول کېدو په غبرګون کې په ټول افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.د سره صليب کمېټې وياند رامين اياز کليد ته وويل، د دوی د کارکوونکو تښتول کېدو او وژل کېدو د دغه ادارې په فعاليتونو منفي اغېز کړی او د افغانستان بېلا بېلو برخو…
د پاکستان کابینې پرېکړه وکړه چې راجستر شوي افغان کډوال د روان ۲۰۱۷ کال د دسمبر تر پایه په به په دغه هېواد کې پاتې شي، پاکستاني رسنیو دڅلورم په ورځ رسنیو ته راپور ورکړ چې، د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان کابینې د افغان کډوالو په اړه خپله پالیسي تصویب کړه، او پرېکړه یې وکړه، چې ددې څخه وروسته…
د صلاح الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت ګوند په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له ارګ سره د دغه ګوند د مشرتابه په مشوره خبرې کړي او دا ګوند د دغو خبرو د دوام ملاتړ کوي. جمعیت ګوند همداراز ویلي چې دا خبرې یو څه اوږدې شوي او دوی هیله لري چې…
د جمعیت ګوند مشران تېره شپه په کابل کې راغونډ شول څو خپلمنځي اختلافات حل کړي. دوی په خپله غونډه کې د جمعت ګوند د غړیو ترمنځ پر یووالي د ټینګار ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د دغه ګوند د ګټو د ساتنې لپاره دې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله ته یو بل چانس ورکړای شي. په دې غونډه کې، چې د…
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر نوروز منګل نن د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لپاره لوبیدونکې افغان لوبډله اعلان کړه. دغه خبري ناسته چې د کرکټ بورډ د رسنیو په تالار کې جوړه شوې وه، د غوراوي کمیټې مشر د لوبغاړو پر…
د ملي يووالي حكومت غوښتنه بالاخره ومنل شوه او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار نوم له خپل تور لېسته وايسته.د حزبي اسلامي يوې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، كليد ته د دې خبر د تاييد ترڅنګ وويل، چې جمهور رييس محمد اشرف غني او يا هم د ملي يووالي حكومت…
د بدخشان چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز فيض آباد کې د دولت وسله والو مخالفينو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده. د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن له کليد سره په خبرو کې وويل، د “کيوي” په نوم دغه شل کلنه نجلۍ د فيض اباد اړوند د يفتل بالا د خمبيل د کلي اوسېدونکې وه. فروتن وايي،…
اجرايي رييس په داسیي حال کې هلمند ته لاړ او له امنیتي خواکونو سره یې ولیدل چې وسله والو طالبانو یو وار بیا په دغه ولایت کې بریدونو ته زور ورکړی دی. عبدالله عبدالله په هلمند کې امنیتي مسوولانو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې همږغي زیاته کړي او د افغانستان دښمنان د پسرلي تر رارسېدو وړاندې…