افغانستان

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا هېوادونو د لویو درستیزانو او نظامي استازو تر منځ په دوه ورځنۍ غونډه کې له نشه يي موادو سره د جدي مبارزې ژمنه وشوه.د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې نشه يي مواد د ترورېزم د…
رپوټ: بیت الله میاخېلد خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې په دې ولایت کې يې د هغو ساحو لپاره، چې صحي خدماتو ته په کې سخته اړتیا وه او روغتیايي مرکزونه يې نه درلودل ۱۸ بېلابېل کلینیکونه منظور کړي.د دوی په خبره چې د د یادو روغتیايي مرکزونو په فعالیدو سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې…
 افغان حکومت او سیاسي مشران دې د سیاسي د سترو مسایلو د حل لپاره یوه ګډه سیاسي شورا جوړه کړي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو پرته دې ټول سیاسي مشران د افغان ولسمشر په مشرۍ یوه داسې شورا جوړه کړي چې د لویو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو صلاحیت ولري. د خلیلزاد…
 داسټرالیا ددفاع وزیرې ولسمشر غني سره په کتنه کې په نظامي برخه کې دلوړو زده کړو دبورسونو ورکولو اعلان وکړ. له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني پرون مازدیګر د استرالیا د دفاع وزیرې ماریس پاین سره په ارګ کې وکتل. سرچینې ویلي، په دې کتنه کې چې د ملي دفاع وزارت لوی…
د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي اداره وايي، د ولسمشر په ګډون د حکومت د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو د برښنايي تذکرو بایومټریک لړۍ پیل شوې.د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته په ارګ ماڼې کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د لومړۍ مېرمنې بي بي…
په پام کې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن جمعه په شارجه کې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ څلورمه سیالي وکړي.دا ۵۰ اووره لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په درېیو بجو پیلېږي.افغانستان او زیمبابوې تراوسه درې ۵۰ اوریزې لوبې کړي چې دوه یې افغانستان او یوه یې زبمبابوې ګټلې او له هغه…
 د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر یا يوناما د وسله والو ډلو په ليکو کې د ماشومانو په شتون اندېښنه ښودلې. که څه هم د يوناما د بشري حقونو څانګې د تېر کال پر تله په جګړو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په سلو کې د ۱۰ سلنې ټېټېدو خبره کړې، خو د جګړو لیکو ته د کم…
 امریکا وایي، چې د تاشکند او کابل کنفرانسونو په اړه دافغانستان له دریځ ملاتړ کوي. د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې میرمن الیس ویلس سره پرون په کابل کې لیدلي دي. هغه زیاته کړې، له نوموړې سره یې د کابل پروسې پر…
د هلو ټرسټ په نوم د ماین پاکۍ موسسې اعلان کړی چې د هرات ولایت له ماینونو په بشپړ ډول پاک شوی دی.هلوټرسټ چې د برېتانیا حکومت یې تمویلوي، په هرات ولایت کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو له لس کلن فعالیت وروسته دا اعلان کړی دی.دې موسسې ویلي چې ماین پاکوونکو یې په هرات کې د ماینونو څه باندې…
 ولسمشر اشرف غني د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره د ویډیو کانفرانس له لارې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي. له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سرچینې زیاته کړې، چې پرون په دغه وېډیويي کنفرانس کې دواړو لورو د کابل پروسې ناستې د جوړولو او د هغې پر چمتووالي، له تروریزم سره پر مبارزې، سیمه…
د نورالله عماد تر مشرۍ لاندې د جمعيت ګوند غړي وايي چې صلاح الدين رباني نور د دې ګوند مشر نه دى.دغه څرګندونې سيد ابراهيم عماد د نورالله عماد تر مشرۍ لاندې د جمعيت اسلامي ګوند د دفتر رييس په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.ده وويل چې په دې غونډه کې د افغانستان د ٣٤…