افغانستان

 ولسمشر اشرف غني وايي، چې افغانانو د شوروي اتحاد سرو پوځونو ته له ماتې ورکولو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه، خو تر اوسه اقتصادي خپلواکۍ ته ونه رسېدل. هغه له هېواد څخه د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د ورځې په مناسبت ويلي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د بریالیتوب راز په یووالي کې وو. د…
 د راپورونو له مخې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په ثبات کې مهم رول لري. دده په خبره چین یو له هغو هېوادونو دی، چې کولی شي د افغانستان په سوله او امنیت کې د پام وړ مرسته وکړي. سټولټنبرګ زیاته کړې، چین غواړي په…
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرینو ځواکو په هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا غازي په کډون ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نوري ټپیان دي.په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان ملک زین الله…
 په ابوظبي کې د افغانستان سفارت مسوولين وايي، د متحده عربي اماراتو سفارت په کابل کې بېرته فعاليت پيل کړى او ډيپلوماتان يې کابل ته رسېدلي دي. په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې صديق امرخېل ته د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ وويل چې د دې سفارت ديپلوماتانو خپلې دندې پيل کړې دي او ټاکل شوې ده…
 د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند له روسي رسنۍ سپوتنیک سره په خبرو کې ویلي، یوازې طالبان او داعش نه دي چې د افغانستان امنیت ته یې خطر پېښ کړی دی، بلکې ۲۱ نورې داسې ترهګرې او سختدریځې ډلې شته دي، چې افغان حکومت به یې پر وړاندې مبارزه کوي او دوی به له منځه وړي. د محمد رادمنش په…
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ او د میتالیکا په نوم د امریکا د موسیقۍ یوې ډلې د موسیقۍ یوه معتبره جایزه وګټله.دغه جایزه هرکال د پولر میوزیک پرایز په نوم د سویډڼ له لوري ورکول کېږي.د دغې جایزې د ورکړي پلاوي نن وویل چې افغان ټیم افغاني موسیقۍ راژوندۍ کړه او دایې وښودله چې ژوند د موسیقۍ له لاري…
تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د پاکستان یو جګپوړی پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو لپاره کابل ته راشي.د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي پرون په کابل کې وویل چې له دې پاکستاني پلاوي سره به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.بل لور ته پرون په اسلام اباد…
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین له روان بهیره په لسګونو زره ماشومان بې برخې شوي دي.د دې وزارت د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مشر میوند احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې په یوشمېر کلیو کې د ناامنیو له امله واکسین نه شي تطبیقولی:"په مجموعي توګه په…
 سږ کال به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر۱۶ زرو ته لوړ شي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، د ناټو ۲۸ متحدینو هېوادونو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر لوړولو ژمنې کړې دي. سټولټنبرګ زیاته کړې، دغه هېوادونه به د ناټو د روزنې ماموریت…
د سالنګ لويه لاره چې پلازمېنه کابل د هېواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي، تر راتلونکې دوشنبې پورې د شپې له خوا د ټولو ترافيکو پر مخ تړل شوې، خو د ورځې پرې يوازې ټېلري موټر د تګ اجازه نه لري.دغه لويه لاره د هندوکش غره په لوړو برخو کې د ٢.٧ کيلومتره تونل په لرلو سره د پروان او…
 د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله آزاد له خپلې دندې استعفا کړې ده. نوموړي د استعفا اعلان پر خپله فیسبوک پاڼه پر ژوندۍ ویډیو کړی دی. ازاد د استعفا لامل په ارګ کې د یوې ځانګړې کړۍ مخربي هڅې بولي. هغه بې له دې چې د دې کړۍ نوم واخلي زیاتوي، دا کړۍ غواړي د هغو کسانو پر وړاندې خنډونه…