افغانستان

 په ٢٠١٧ کې نژدې ٢٠٠٠٠ زرو کسانو په جاپان کې پناه غوښتې وه، خو ددې هېواد د چارواکو په وینا یواځې ٢٠ تنو ته پناه ورکړل شوې چې دوه یې افغانان دي. د جاپان حکومت ویلي، په ٢٠١٧ کې په دې هیواد کې د پناه غوښتونکو په شمیر کې ٨٠ سلنه زیاتوالی راغلی او ١٩٦٢٨ کسانو جاپاني چارواکو ته د…
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له پاکستان سره خبرې روانې دي ترڅو د تورخم او سپین بولدک دروازې د افغان صادراتو پرمخ پرانیزي.راپورونه وايي چې له تېرې یوې میاشتې راپه دیخوا پاکستان د افغان صادارتو په وړاندې خپلې دروازې تړلي او همدا اوس د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې سلګونه کانټېنرونه چې وچه او تازه…
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چينارتو ولسوالۍ کې تېره شپه ۱ پولیس او درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی دی.د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان اخترمحمد نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې برید وسله والو طالبانو په دغې ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې کړی چې پرمهال…
د امريکا استخباراتي اداره وايي چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د افغانستان، هندوستان او امريکا پر ګټو بريدونه کوي.د امريکا دغه مرکزي استخباراتي ادارې مشر ډين کوټس دا څرګندونې پرون په واشنګټن کې د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې ته کړې دي.هغه زياته کړې، سره له دې چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په مخنيوي کې…
افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په دریمه لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره دوه پر یو مخکې شو.لومړۍ افغانستان او دویمه زمبابوی ګټلې وه او لړۍ مساوي شوې وه.د درېیمې یو ورځنۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې دتوپوهنې پرېکړه وکړه، د زمبابوي لوبغاړو دا ځل د راشد خان او…
 د پاکستان د ولسي جرګې مشر سردار اياز صدیق وايي افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او سوله ییز افغانستان زموږ او ټولې سیمې په ګټه دی. هغه وویل پاکستان غواړي د متحده ایالاتو او همداراز له ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیز درناوي او مساوات پر بنسټ ښې اړیکې ولري. ایاز دا خبرې د پاکستان لپاره د آلمان له…
 د افغانستان د سولې او د علماوو شورا یو ګډ پلاوى د افغان سولې د خبرو په اړه اندونيزيا ته رسېدلى دى. سرچينې زياته کړې چې افغان ګډ پلاوى به د اندونيزيا له دولتي چارواکو او له علماوو سره د سولې پروسې په اړه خبرې اترې وکړي. د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت سرچينې ويلي، په دې سفر کې به…
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د کندهار په نېش ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۴۳ وسله وال طالبان وژلي او شل نور يې ټپیان کړي دي.د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سکرټر غورځنګ افریدي ازادی راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر شمالي ولسوالۍ نېش د څلورو خواو حمله وکړه.د غورځنګ…
 ولسمشر اشرف غني د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. له ارګ په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، پرون ماښام د قزاقستان له لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان له لوی درستیز پاول ارګشیف سره وکتل. سرچينه کاږي، په پیل کې د یادو هېوادونو لوی درستیزانو د خپلو…
 له تخار ولايت څخه عيني شاهدانو ویسا ورځپاڼې ته ویلي، چې د تېرې جمعې په ورځ د تخار په درقد ولسوالۍ كې له طالبانو سره د افغان امنيتي ځواكونو د جګړې پر مهال يوه د ډي سي توپ مرمۍ تر سيند واوښته او د تاجكستان په خاوره كې پرېوته، په غبرګون كې يې تاجكستان د ينګي قلا په غرنۍ سیمه…
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس وايي، د کرنې وزارت په مرسته په دغه ولایت کې د جلغوزو د پروسس نوي مرکزونه جوړېږي.ډاکټر عبدالنصیر عالمیار نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې سره به د جلغوزو له قاچاقه مخنیوی وشي.نوموړي وویل، په دې تړاو یوه نوې طرحه هم جوړه شوې چې په اساس به یې پنځه…