افغانستان

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې، پاکستان د تورخم له لارې د افغاني پنبې په صادراتو بندیز لګولی دی.د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې کار سره سلګونه افغانان بې روزګاره شوي دي.نوموړي وویل:"تر زرو کسان بې کاره شوي او همدارنګه تر سلو…
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ځانګړو قطعو د کابل په اړوندو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین ضبط کړي دي.د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې د هیروئینو دا کڅوړه پرون دوشنبه د خاک جبار ولسوالۍ د تره خېلو دښتې په سیمه کې ترلاسه شوه او په تړاو یې…
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي، حسین افني بتسالي Huseyin Avni Botsali په افغانستان کې د دغه سازمان د دایمي استازي په توګه معرفي کړ.د سعودي عربستان د خبري آژانس د راپور له مخې د ښاغلي بوتسالي تعهد پاڼه په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته سپارل شوې ده.ښاغلي رباني په همدې…
 کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې هند ته د دوه کیلیو او اوه ویشت ګرامو هیریونو د قاچاق محنیوی کړی دی. د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه یو تن چې غوښتل یې دوه کیلیو او اوه ویشت ګرامه هیروین هند…
یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن شنبه «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۱ مه» ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان لویې څارنوالي د کابل پر کانټیننټال هوټل د برید په تړاو ۴ تنه له هېواده ممنوع الخروج اعلان کړل.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو څلورو ممنوع الخروج اعلان شویو کې د کابل…
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۹ نور نیول شوي دي.دغه وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد عملیات د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، پکتیکا، ارزګان،…
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې د هند او پاکستان په ګډون مختلفو هېوادونو ته له دغه ولایته، ۳۰ زره ټنه انار صادر شوي دي.د دې ادارې رئیس سید حفیظ الله سیدي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې د انارو محصولات شااوخوا ۱۱۰ زره ټنه وو چې ۳۰…
 د بلخ لرې کړل شوي والي د سترو لاریونونو د تر سره کولو خبرداری ورکړی دی. نوموړي په یوه ټوېټ کې په پنځلسو ولایتونو کې پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د لاریونونو لپاره تیار شي. هغه د لاریون نېټه د مارچ لومړۍ ښودلې ده. تر دې وړاندې عطا محمد نور په مزار شریف ښار کې ویلي وو، چې د…
د کابل د شهزاده سرای صرافانو له څلور ورځني کاري اعتصاب وروسته نن شنبه خپل فعالیتونه بېرته پېل کړل.د افغانستان د صرافانو د شورا ویاند ضیا الکوزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دوی تېر ماښام هغه مهال خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه چې حکومت د دوی غوښتنو ته غاړه کېښوده.ښاغلي الکوزي له دې وړاندې ازادي راډیو ته…
 د بهرنيو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد كې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د تاوتريخوالي كمولو او سولې په اړه له پاكستاني چارواكو سره د افغان پلاوي خبرې بې پايلې پاى ته رسېدلې دي. د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ پلاوي د جمعې او شنبې په ورځو له پاكستاني لوري سره، د سولې…
د وسله والو طالبانو يوه نفوذي کس په هلمند کې ١٦ دولت پلوه وسله وال وژلي دي.د هلمند د ګرشک ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د باباولي هوټل په سېمه کې شوې ده.نوموړي وویل چې وسله والو طالبانو د دولت پلوه وسله والو…