افغانستان

 پاکستان وايي له افغان حکومت سره یې پر یو لړ مسایلو ګټورې خبرې کړې دي. د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې له ترهګرۍ سره پر مبارزه او سولې په اړه یې له افغان حکومت سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې افغان حکومت دغو خبرو ته دومره…
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن یک شنبه د زيمبابوې د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي.د ۵۰ اورونو کرکټ، د یوې ورځې د نړیوالو سیالیو دا لړۍ په شارجه کې روانه ده.د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کېد روانې لړۍ د پیل په مسابقه کې چې د جمعې په ورځ وشوه، د زیمبابوې لوبډلې ته…
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په نېږدې راتلونکې کې په ازبکستان کې ستره سیمه ييزه غونډه جوړېږي.د شورا په وینا، د غونډې هدف له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د سیمه ييزې اجماع رامنځته کول دی.په ازبکستان کې د جوړېدونکې سیمه ییزې غونډې دقیق وخت نه دی څرګند شوی.د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا یوشمېر نور هېوادونه…
د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو په کچه د خبرو اترو دويم پړاو خبرې، پرون په اسلام اباد کې پيل شوې.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر محمد فيصل د سلواغې په ٢١مه، په ټويټر کې ليکلي چې دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ افغان پلاوى په خبرو کې د ګډون لپاره…
د افغانستان د صرافانو شورا په ټول هېواد کې خپلې څانګې تړلې دي.د دغه شورا ویاند ضیا الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د صرافانو شورا نېږدې درې میاشتې وړاندې د افغانستان بانک ته خپلې ۲۲ غوښتنې چې په هغه کې صرافانو ته د جوازونو ورکړه، خلکو ته د پورونو د وکړې بهیر او د دوی په چارو کې…
افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د هیروئینو د تولید یو لابراتوار ویجاړ کړ.ملی دفاع وزارت وایي، دغه لابراتوار د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې هغه مهال ويجاړ شو چې وسله وال مخالفین پکې د هیروئینو په تولید بوخت و.د یادونې وړ ده چې په هلمند ولایت کې د هیروئینو جوړولو…
د بغلان ولایت پولیسو د ۴۱ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق مخه ونیول.د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع د سې شنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل، دا ۴۱ کېلو ګرامه هیروئین چې په ټېلر موټر کې ځای پرځای شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چي له بغلان ولایت څخه يې کابل ته قاچاق کړي، د دې ولایت پولیسو په…
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د زېمبابوې د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.دواړه لوبډلې په شارجه کې سره مخامخ شوې.دا د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره کرکټ سیالیو د لړۍ د پېل مسابقه وه.پېل شوې لړۍ به د فبرورۍ تر نوولسمې روانه وي او دواړه خواوې څلورې نورې مسابقې لري.د افغانستان…
د جرمني یوې محکمې پرون جمعه یو افغان پناه غوښتونکی په عمري قید محکوم کړ.د ډيلي مېل په حواله، مجرم یوه افغانه مهاجره چې د څلورو ماشومانو مور وه او عیسویت دین ته اوښتې وه، په چاړه وهلې او وژلې وه.ویل کېږي چې مجرم سړي د یوه سوپر مارکېټ مخکې ته یوه ښځه، شپاړس واره په چاړه وهلې وه.د ښځې…
افغان چارواکي وايي چې اووه وسله وال مخالفین په فراه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، دا نښته د فراه ولایت د شېبکوه ولسوالۍ په دوزک سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو له حملې وروسته پیل شوه.بیان زیاتوي چې په دې نښته…
رپوټ: بیت الله میاخېلپه خوست کې د چارواکو له لوري د علماوو شورا، حج او اوقافو استازو څخه جوړ ګډ کمیسیون په دې ولایت کې د تعویذګرو پر فعالیت بندیز ولګوه، چې د خلکو څخه به یې د تعویذ په بدل کې پیسې اخیستې او په یو او بل نوم به يې ورته تعویذونه کول. د دوی په وینا ډیری…