اقتصادي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او د دې ولایت په چخانسور، كنگ او خاشرود ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړوي. د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره…
د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي وايي، چابهار بندر به د اورګاډي پټلۍ له لارې له افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره نښلوي. د خادمې په خبره، د اورګاډي دا پټلۍ ټولټال ۶۲۸ کیلو متره ده چې د چهابهار-زاهدان-بیرجند-مشهد څخه به راتېریږي. خادمي ويلي، دا د سیمې د ترانزیت او تجارت د پراختیا لپاره یو ښه پیل…
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي سږ کال دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات ډیر شوي دي. د چارواکو په وینا سږ کال ننګرهار کې په ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرل شوي او حاصلات يي څه د پاسه سل زره ټنو ته رسیدلي دي . د ننګرهار د کرنې رئیس انعام الله ساپی وایي د بزګرانو…
ننګرهار ولایت کې جوړ شوي د غنمو اته نور ترېشر هم تاجکستان ته صادر شوي دي. د ننګرهار ولایت مقام څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دغه ولایت کې د جاوید افغان په نوم فابریکه کې جوړ شوي ۸ عرادې تهریشر نن تاجکستان هېواد ته صادر شوې چې په دې سره له یادې فابریکې د صادر شویو ترېشرو…
د ننګرهار کرنیز وادي شرکت مسوولین وايي، سږ کال یې د لومړي ځل لپاره پر سل جربیه ځمکه د الوویرا بوټي د کښت چارې روانې کړې دي، چې له هر جریب نه به یې درې سوه زره افغانۍ ګټه ترلاسه شي. ددغه شرکت مسوولین وايي، دغه بوټي د کوکنارو ښه بدیل دي او په لومړي کال یو فصل خو په…
د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزیر محمد اسلمي وایي چې د هرات-خواف ریل پټلۍ رغنیزې چارې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې پای ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران اړوند برخه رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي. هغه ویلي، دا لار د ایران ځانګړې توګه افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري چې…
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د دې فابریکې په پرانیستې سره، ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي او همدارنګه په دې ولایت کې د کشمشو د پروسس ظرفیت لوړېږي. ښاغلي فرهاد زیاته کړه: "موږ دا مهال په ورځنۍ توګه ۲۰۰ ټنه کشمش پروسس کوو، چې د دې فابریکې په فعالېدو سره کولی شو،…
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صدیق وايي، ټاکل شوې د انګور اډې او (خارلاچي) سوداګریزې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي. ښاغلي صدیقي ویلي چې یادې سوداګریزې لارې د روانې جولای میاشتې پر ۱۲مه نېټه د دواړو لورو د یولړ اړینو هوکړو له مخې پرانیستل کیږي. نوموړي نن پنجشنبه…
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې پلاوي د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ځانګړي ډول د تېلو د وارداتو د ستونزو د راکمولو په هدف تېره ورځ يوه اته ماده‌ییزه هوکړه لاسلیک کړه. د دغې خونې د هرات څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لاسلیک شوې هوکړه تر ډېره د تېلو د ټانکرونو…
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال به په پروان ولایت کې د بادرنګو حاصلات ۲ زره ۵۵۷ متریک ټنو ته ورسېږي. د پروان ولایت د کرنې ر‎ئیس عبدالوهاب خیرزاد وايي، سږ کال په ۸۲۵ هکتار ځمکه کې بادرنګ کرل شوي دي. د ښاغلي خیرزاد په خبره، تېر کال په دې ولایت کې…
د افغانستان کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په ټول هېواد کې د ۵۷ پرختیايي پروژو د قراردادونو د لاسلیک کېدو خبر ورکوي. د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژو ټول قیمت ۴۱۳ میلیونه افغانۍ دی. په خپره شوې خپرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه پرختیايي پروژې په ۱۷ ولایتونو…