نړۍ

د اسرائیل پوځ وايي، وروسته له دې چې له غزې سره د اسرائیل په پوله کې د چاودنې په نتیجه کې د دوی څلور پوځیان ټپیان شول، جنګي الوتکو یې په غزې تړانګه کې د حماس هدفونه وویشتل.د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي چې په پرونۍ چاودنه کې د دوی دوه سرتېري سخت ژوبل شوي دي.دا له ۲۰۱۴ میلادي کال راوروسته…
 په پاکستان کې ثبات او سوله د افغانستان په سوله او ثبات پورې تړلي دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز د مونیخ په کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد یې د کمو امکاناتو په لرلو سره بیا هم د افغانستان په سوله او ثبات کې هڅه کوي. دده په خبره په افغانستان کې سوله او ثبات…
 د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو د مونیخ د نړیوال امنیتي کنفرانس ته وویل چې روسیې نړۍ له انټرنټي جګړې سره مخ کړې ده. هغه غوښته وکړه چې غربي دولتونه دې پر روسیې فشار ډېر کړي څو مسکو په اوکراین کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅې بندې کړي. پترو پروشینکو پر مسکو تور پورې کړ چې په نړۍ کې د…
 په مکسیکو کې د رېختر په کچه ۷،۵ درجې زلزله شوې ده. د امریکا د زلزلې سنجونې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې اصلي مرکز د اقیانوس سواحلو ته نېږدې د اواخاکا ایالت و. تر اوسه د زلزلې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. داسې وړاند وېینه هم شوې وه، چې کېدای شي…
 د سيمه ييزې همکارۍ پراخولو په موخه د ایران ولسمشر حسن رواني هند ته تللی، ویل کیږي روحاني به له هندي مشرتابه سره يو شمېر سوداګريز تړونونه لاسلیک کړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني هند ته خپل درې ورځینی سفر د دغه هېواد جنوبي ښار حیدر اباد ته په ورتلو پیل کړی دی. هند او ایران په سیمه کې دوه…
د روسیې د بهرنیو چار وزارت وايي، پنځه تنه روسي اتباع چې پوځي پرسونل نه وو، ښايي تېره اوونۍ په سوریه کې د امریکا له پوځي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شوي وي.د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه، هغه راپورونه چې وايي، په دې نښته کې لسګونه یا سلګونه روسي وګړي وژل…
مسکو وايي چې د متحدایالاتو هرراز نوي بندیزونه به د روسیې پر خلکو او اقتصاد ډېر لږ اغېز وکړي.د امریکا د خزانې وزیر ویلي چې په نېږدې راتلونکي کې به پر یوشمېر شتمنو روسي اتباعو یولړ نوي بندیزونه ولګول شي.د روسیې صدراعظم ډیمیټري مېدوېدوف پرون پنجشنبه د روسیې ۲۴ په نوم ټلویزیوني چېنل ته وویل چې که متحدایالات د بندیزونو…
 د رسنیو د راپورونو له مخې پر نوموړي د خپل ګوند لخوا په دې وروستیو کې فشارونه ډېر شوي وو. د جنوبي افریقا د ملي کانګرس ګوند نوموړي ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی و، چې دندې استعفا ورکړي او که چېرې دا کار و نه کړي، نو په پارلمان کې به د باور رایې ور نه کړل شي. جاکوب زوما…
 ای ایس ای پاکستان د تباهۍ لور ته روان کړی دی. په واشنګټن کې د سولې په تحقیقاتي مرکز کې څېړونکو ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره ددغه هېواد د راتلونکې په زیان ده. د نړیوالو ستراتیژيکو اړیکو متخصص ډیوېډ سډني ویلي، ای ایس ای به پاکستان د تباهۍ کندې ته وغورځوي، ځکه دغه ادارې د پاکستان ۲۰۰ میلیونه نفوس…
امریکايي چارواکي وايي چې یو ۱۹کلن هلک چې په فلوریډا ایالت کې له یو ښوونځي څخه ایستل شوی وو، تېره ورځ د دغه ښوونځي ۱۷زده کوونکي او یو شمېر کارکونکي په ډزو وژلي دي.نیکولاس کروز چې د ناڅرګندو دلایلو لمخې له خپل ښوونځي څخه ایستل شوی و تر دغه مرګونې حملې یو ساعت وروسته ځان بېله کوم تاوتریخوالي پولیسو ته…
چارواکي وایي چې د امریکا په میرلنډ ایالت کې د امریکا د ملي امنیت مرکزي دفتر ته نېږدې د ډزو او د موټر د ټکر پر مهال لږ تر لږه درې تنه ټپیان شوي او درې کسه هم نیول شوي دي.دغې امنیتي ادارې پرون وویل چې یوه موټر هڅه کوله چې د ملي امنیت مرکزي ادارې ته د «فورت میډ»…