نړۍ

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان نېکولسن وايي، امریکا ته په کار دي چې له پاکستان سره پر اړیکو بشپړه بیا کتنه وکړي. د نوموړي په خبره، په دې کار سره ممکن امریکا کومه نوي ستراتیژي جوړه کړی. جنرال نېکولسن د پنجشنبې په ورځ د امریکا مشرانو جرګې د وسلوالو خدمتونو جرګه ګۍ…
پاکستان وویل چې په خپلو پوهنتونونو کې ۳۰۰۰ افغان محصلانو ته د زده کړو لپاره سکالرشيپونه (بورسونه) ورکوي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سکالرشیپونه د لیسانس، ماستري او دوکتورا په دورو کې ورکول کېږي. د ورځپاڼې د راپور پر اساس، دا خبره د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې هغې غونډې…
پاکستان وايي، له هند سره يې يوازينی مشکل هغه د کشمیر ستونزه ده، چې هیڅ کله به يې چا ته د سپارلو وخت ورنه کړي.د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په يوه خبري ناسته وويل، هند دې په کشمير کې د روانو ظلمونو لړۍ ودروي او د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ته دې په درناوي په ټول کشمير کې ازاده…
د ټرمپ دا حکم په امریکا او له امریکا دباندې د خلکو، حکومتونو او د بشري حقونو د ټولنو له سخت عکس العمل سره مخامخ شو. سیاټل ښار د محکمې قاضي جېمز روبرټ د حکومت د مدافع وکیلانو خلاف پرېکړه وکړه. مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې ایالتونه د ولسمشر ټرمپ د فرمان د چلینج کولو لپاره لازم حقوقي واک نه…
رپوټونه وایي، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت به د توغندويې ازموینې له امله پر ایران نوي بندیزونه ولګوي. رویټرز خبري اژانس ته د امریکا په حکومت کې سرچینو ویلي، چې واشنګټن ممکن د جمعې په ورځ پر اتو ایرانیو شرکتونو یا ادارو بندیزونه ولګوي. والسټریټ جورنال ورځپاڼې هم ویلي، دغه ممکنه بندیزونه به پر څو شرکتونو،…
ايران وايي، چې د بالستيک توغندي ازمويل يې د کوم بل هېواد په ضد نه دي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پرېکړو خلاف عمل نه بلل کېږي.دا څرګندونې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په تهران کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير سره په يو خبري کنفرانس کې وکړې.دا په داسې حال کې ده،…
نوموړی وايي، موخه یې دا ده چې امریکا ته 'د توندلارو مسلمانو ترهګرو' د تګ مخنیوی وکړي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له "ترهګریزو بریدونو د امریکا د خوندیتوب" لپاره په دې تړاو یو پراخ اجرايي فرمان صادر کړی چې له مخې یې امریکا ته تر څلورو میاشتو پورې د ټولو کډوالو تګ ځنډول شوی دی. په دغه…
ټاکل شوې د متحده عربي اماراتو لسګونه پوځيان د هند د جمهوريت ورځې په مناسبت مراسمو کې ګډون وکړي.د هند د جمهوريت ورځ سبا په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي.په يادو مراسمو کې به پوځي پرېډ هم ترسره شي، چې د متحده عربي اماراتو ځانګړي ځواکونه به هم په کې برخه واخلي.دغه راز په دغو مراسمو کې به د اماراتو…
د امریکا د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړیو ورځو کې بېګا سې شنبه /د جنوري ۲۴مه/ د هند لومړي وزیر نریندر مودي سره ټیلیفوني خبرې وکړې او دغه هېواد یې د امریکا ریښتنی دوست وباله.‌ د ښاغلي مودي له ټوېټر اکاونټ څخه په یوه خپاره شوي ټویټ کې راغلي، «هغه…
له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د قبایلي سیمې کورمه ایجنسۍ په پاړه چنار کې یوې چاودنې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. د چارواکو په خبره، چاودنه نن شنبه سهار مهال د پاړه چنار سیمې په سبزي منډيي کې شوې، چې لږ تر لږه دوولس تنه يې وژلي دي. سیمه ييز چارواکي وايي، دا چاودنه په منډيي کې داسې…
د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو ګټونکي نوماند ډونالډ ټرمپ بېګا جمعه /د جنوري ۲۰مه/ د دغه هېواد د ۴۵م ولسمشر په توګه سوګند پورته کړ. ټرمپ د پخواني ولسمشر بل کلنټن د مېرمنې او د دیموکرات ګوند د نوماندې هیلري کلنټن په وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالي وکړه چې په پای کې یې…