نړۍ

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې پر جماعت الدعوه ډلې او فلاح انسانیت موسسې یې بندیزونه لګولي دي.د پاکستان د حاکم مسلم لیګ ګوند ویاند صدیق فاروق پرون د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل:"کومې تعلیمي ادارې او نورې چې دوی فعاله کړې وې حکومت د هغوی کنټرول په لاس کې واخیست، همداراز د هغوی پر بانکي حساب بندیز ولګېد."ښاغلي…
 د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه وایي، د ترهګرو ډلو پاتې شوني په دغه هېواد کې د میشتو ۲،۷ میلیونه افغان کډوالو له موجودیته ګټه اخلي. د پاکستان پوځ په یوه بیان کې د جنرال باجوه له خولې لیکي، د سیمې سوله او امنیت د افغانستان له امنیت سره تړاو لري ځکه افغانستان د سیمې لپاره د…
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټېس وايي، په سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د څو روسي قراردادي سرتېرو د وژل کېدو په اړه یې څه خبر نه دی ترلاسه کړی.مټېس وویل، د دې وژنو په اړه یې د رسنیو خبرونه لیدلي دي.هغه وویل:"په رسنیو کې په دې اړه ځیني رپوټونه شته، خو ما داسې…
 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امریکا ته ګوت څنډنه کړې چې په سوریه کې د داعش ډلې پر وړاندې تش په نامه مبارزه ودروي. اروغان چې نن یې د بیلابیلو ګوندونو غړیو ته خبرې کولې وویل؛ هغه پیسې چې امریکایي مالیه ورکوونکي یې د خپل هېواد د ساتنې او بقا لپاره ورکوي امریکایي حکومت دا پیسې د تروریزم ضد…
د روسیې یوه باروړونکې بېړۍ له دوو ورځو ځنډ وروسته د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغول شوه.د روسیې فضایي ادارې راسکوزموس وویل، پروګرس ډوله دغه بېړۍ چې ۲،۷ ټنه خوراکي او د سونګ مواد او نور وسایل لېږدوي، نن سې شنبه د قزاقستان د بایکانور د توغولو له ځایه له توغول کېدو څو دقیقې وروسته، د ځمکې مدار ته…
یو عراقي چارواکی وایي چې د اسلامي دولت ډلې مشرابوبکر البغدادي تر اوسه ژوندی دی او نوموړی وروسته له هغې چې په هوایي برید کې ټپي شوی و، په سوریه کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.د عراق دولتي ورځپاڼې الصباح د دوشنبې په ورځ د عراق د استخباراتو د مشر ابوعلي البصري له قوله خبر ورکړی چې…
 د ټرمپ د مشر زوی مېرمن هغه وخت بې هوښه او روغتون ته ولېږدول شوه، چې کورته ورغلی پاکټ یې خلاص کړ. د رویټرز د راپور له مخې ونسا ټرمپ، چې د ټرمپ د مشر زوی، ټرمپ جونیز مېرمن ده، له دوو نورو کسانو سره یو ځای، چې له نومړې سره د پاکټ خلاصولو پر مهال ولاړ و، له مسموم…
 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین د مسلې په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي. ټرمپ د دې ټلېفوني خبرو پر مهال ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ سوله وشي او دې مسلې ته د پای ټکی کېښودل شي. له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر…
 په سعودي کې د وروستیو او ګړندیو بدلونونو په لړ کې دا ځل د سعودي د عالمانو شورا یوه غړي اعلان کړی، چې د مېرمنو لپاره لوی حجابونه ضروري نه دي. دا لومړی ځل دی، چې د سعودي د عالمانو شورا یو غړی دغه ډول څرګندونې کوي. په سعودي کې حجاب دوه کاله مخکې دومره اړین و، چې په نه…
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د سیول او پیویانګ په اړیکو کې له ظاهري ښيګڼې سره سره، امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په وړاندې په خپلو پالېسیو کې متحد پاتې دي.ښاغلي پنس پرون شنبه وویل چې دی او د جنوبي کوریا ولسمشر پردې سره سلا شوي چې د شمالي کوریا ډیپلوماټیکه او اقتصادي انزوا باید له…
په سویډن کې په ترورېستي حملې د تورن ازبک پناه غوښتونکي محاکمه د سې شنبې په ورځ په پام کې ده.۳۹ کلن رحمت اکیلوف د ستاکهلم د ۲۰۱۷ کال د اپریل د میاشتې د هغې خونړۍ ترورېستي حملې په تور محاکمه کېږي چې د موټر په وسیله یې یوشمېر لارویان لاندې کړل.په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي وو.د…